د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې تېر کال په ۷۰۰ کسانو کې اېچ ای وي موندل شوی


د ډېسېمبر پر لومړۍ د اېډز د نړېوالې ورځې په مناسبت یوې مېرمنې سره فیته نیولې ده.
د ډېسېمبر پر لومړۍ د اېډز د نړېوالې ورځې په مناسبت یوې مېرمنې سره فیته نیولې ده.

پراګ ـ په خیبر پښتونخوا کې د اېچ ای وي اېډز د مخنیوي اداره وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې په صوبه کې په سلګونه نورو کسانو کې وایرس موندل شوی.

د یادې ادارې مشر ډاکټر محمد سلیم د فبرورۍ پر ۱۷مه، په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې په تېر کال ۷۰۰ نوي کسان ورسره رجسټر شول چې په بدن کې یې هیومن اېمیونو ډېفېشنسي یا اېچ ای وایرس وو.

د نوموړي په وینا دا مهال په ټوله صوبه کې ۴۷۰۰ کسان دا وایرس لري چې پکې ۱۲۰۰ یې مېرمنې هم دي.

په پښتني ټولنه کې، تر کلونو پورې به ولس دا شرم او بدنامي ګڼله چې د دې ناروغۍ تشخیص يا معاينه وکړي خو ډاکټر سليم وايي اوس حالات بدل دي:

"اوس په خلکو کې پوهه راغلې ده، پخوا خلکو عیب ګاڼه چې د اېچ ای وي معاینه یا علاج وکړي، خو اوس خلک پخپله موږ له راځي او خپله معینه کوي."

خیبر پښتونخوا کې ۴۷۰۰ کسان پر اېچ.ای. وي. اخته دي چې ۱۲۰۰ پکې مېرمنې دي.
ډاکټر محمد سلیم

ډاکټر محمد سلیم وايي، حکومت د دې ناروغۍ وړیا درملنه کوي او رنځورانو ته یې درمل هم ورکوي.

نوموړی وايي، په خیبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو کې د پېچکارۍ یاستنې بار بار استعمال، ناخوندي جنسي اړیکو او د وینې د لېږدونې له لارې د یو کسه بل ته د اېچ ای وي په نوم جراثیم خپرېدای شي نو ځکه احتیاط زښت اړین دی.

روغتیا پالان وايي، د اېچ ای وي ژر تشخیص او مسلسل علاج د انسان ژوند ژغورلی شي او د وایرس پر موجودګۍ سربېره عادي او اوږد ژوند کولای شي.

XS
SM
MD
LG