د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان په تیرا کې سرکاري مېله پرانسته


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په پنجشنبه (د اپرېل دوهمه، ۲۰۱۹) د خیبر لرې پرتې سیمې تیرا میدان کې د یوې سرکاري مېلې (باغ مېله) پرانستو پرمهال په خپله وینا کې وویل چې ده د روانې اپرېل میاشتې پر پنځمه نېټه په خیبر جمرود کې د جبې ډېم جوړولو، ۳ جي او ۴جي انټرنیټ خلاصولو او د تورخم دروزې ۲۴ ساعته پرانستې ساتلو اعلانونه وکړل.

هغه وویل چې دا یې خیبر ته په دوهمه دوره ده.

عمران خان به تیرا پس په مومندو کې د ډېم پروژې پرانستنې ته هم دروميي.

دغه ډیم د سوات پر سیند جوړېږي او په رغولو به یې خوا او شا۲۹۱ اربه روپۍ لګښت راځي او په پنځه کاله کې به یې تعمیراتي کار بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG