د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښايي د مصر اخوان المسلمین ډلې د ترهګرۍ لسټ ته واچول شي


په مصر کې اخوان المسلمین
په مصر کې اخوان المسلمین

د امریکا سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر داسې یو ګام فکر کوي چې د مصر اخوان المسلمین د بهرنیو ترهګرو ډلو په لسټ کې واچوي.

دا خبر د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډریس د اپرېل پر۳۰مه په یو برښنالیک کې کړې ده.

نوموړي ویلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې اړه د امریکا د ملي امنیت له ډلې او په سیمه کې له هغو مشرانو سره خبرې کړې دي کوم چې د ده په څېر اندېښنې لري.

د امریکا رسنۍ د یو امریکايي چارواکي له خولې خبر ورکوي چې دا غوښتنه د مصر ولسمشر عبدالفتح السيسي د اپرېل پر نهمه په واشنګټن کې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د لیدو کتو پر مهال کړې وه.

که چېري امریکا دا ګام پورته کړي نو به ورسره پر اخوان المسلمین بندیزونه ولګېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG