د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهرام ترکی: د پولیو څاڅکو خلاف افوا خپرونکي نیسو


د پولیو ضد کمپاین پخوانی عکس
د پولیو ضد کمپاین پخوانی عکس

د خېبر پښتونخوا واکمن او اپوزیشن ګوندونو غوښتنه کړې ده چې د هغو کسانو خلاف دې ګامونه پورته شي کومو چې د پېښور په ماشوخېلو کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي څاڅکو پرضد افواه خپره کړې وه.

دا غوښتنه د اپرېل پر ۲۳مه هغه مهال د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې شوې چې د اسمبلۍ غړو د دې پېښې په اړه بحث کړی دی.

د پيپلز ګوند غړې نګهت یاسمین اورکزۍ غوندې ته په وینا کې وویل چې په ځینو کلیو کې په لاوډسپیکرو او هم پر ټولنیزو رسنیو د پولیو واکسینو مخالفت کیږي.

نوموړې وویل چې د یو سازش له مخې په پاکستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د روان کمپاین ناکامه کولو هڅې کېږي.

د عوامي نېشنل ګوند غړي سردار حسین بابک اسمبلۍ ته وویل چې د پولیو ضد څاڅکو په مخالفت کې وار له مخهکمپاین کېدی چې په ترڅ کې یې د پولیو ضد کارکونکي په ګڼ شمېر کې وژل شوي هم دي.

سردار حسېن بابک پر حکومت غږ وکړ چې په دې لړ کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

صوبایي وزیر شهرام ترکي وویل چې د پولیو ضد واکیسنو د مخالفینو د نیولو په موخه حکومت کمیټۍ جوړه کړې ده او هڅه کوي چې په افوا خپرونکي ونیسي.

د اسمبلۍ سپيکر مشتاق غني په بحث کې د برخې اخیستو پر وخت وویل چې له اسمبلۍ څخه خلکو ته دا پیغام ورکوو چې خپلو بچو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د اپرېل پر ۲۱مه د پېښور په ماشوخېلو کې د ځايي خلکو په وینا له دارالقلم نومي سکول څخه داسې خبر خپور شو چې ګواکې په سلګونه ماشومان د پولیو ضد څاڅکو له کبله ناروغه شوي دي.

خو د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر ډاکټر هشام انعام الله د اپرېل پر ۲۲مه په پېښور کې یو خبري غونډې ته وویل چې په ماشوخېلو کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي څاڅکو پرضد بې بنیاده افواه خپرې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په خېبر پښتونخوا کې د پولیو دوه نور کېسونه موندل شوي دي.

د پولیو ضد د څاڅکو ورکولو د کمپیان یو چارواکي ډاکټر اکرم شاه د ۲۳م اپرېل په ماښام مشال راډیو ته وویل چې یو ماشوم په بنو او دویم په شمالي وزیرستان کې ګوزن وهلی دی.

نوموړي زیاته کړه ، " په دغو ماشومانو کې د موندل شوي پولیو وایرس په اړه څیړنې ښيي چې دا له پېښوره منتقل شوی دی. په سیمه کې پېښور د پولیو د وایرسو لويي مرکز دی او که دې لړ کې کوټلي اقدامات ونکړو نو د خېبرپښتونخوا نه علاوه د پاکستان د نورو برخو او حتي افغانستان لپاره هم خطر جوړیدلی شي."

ډاکټر اکرم شاه همدا راز وویل چې پېښور نه یوازې د خېبر پښتونخوا بېلا بېلو سیمو ته بلکې افغانستان ته هم د تګ راتګ په لویه لاره پروت دی نو ځکه دوی په دې ښار کې د پولیو جراثیم د ختمولو لپاره جامع پلان جوړ کړی دی.

د پاکستان د نورو برخو په څېر په پېښور کې هم د پولیو رنځ له منځه وړلو لپاره په بیا بیا د څاڅکو ورکولو کمپاینونه تر سره کېږي خو دا وایرس لا هم له منځه نه دی وړل شوی.

د ویکسینو د ادارې یو بل چارواکي ډاکټر شبیر احمد په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، "د پولیو دخاتمې لپاره یواځې دوېکسینو ورکولو کمپاینونه کافي نه دي. دا ویکسین په ماشومانو کې د ناروغیو پر ضد قوت مدافعت مضبوطوي خو که د ماشومانو صحت کمزوری وي نو بیا یې ګټه هم کمه وي. پکار دا ده چې ماشومانو ته متوازن خوراک ورکړل شي او د دوی صفایۍ ته پام وکړل شي نو هله به کمپاینونه بریالي کیږي."

ډاکټر شبیر احمد زیاتوي چې د پاکستان په هر هسپتال کې هر ماشوم ته د پیدایښت نه پس په اولني کال کې لس حفاظتي ټیکې لګول کیږي، که دغه په وخت ولګول شي، ماشومانو ته متوازن خوراک ورکړل شي او د صفايي خیال یې وساتل شي نو د پولیو رنځ په اسانه له دې هېواده ختیمېدلی شي.

د پولیو رنځ له نړۍ ختم شوی خو پاکستان، افغانستان او نایجریا هغه ملکونه چې لا هم دا ناروغۍ پکې شتون لري.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG