د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي د بلوچستان امنیت ښه کوي


عمران خان وايي حکومت یې پر نیشنل اېکشن پلان عمل کوي
عمران خان وايي حکومت یې پر نیشنل اېکشن پلان عمل کوي

کوټه او پراګ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان ډاډ ورکړی دی چې حکومت به په بلوچستان کې د هزاره ګانو په ګډون د ټول ولس د ژوند و مال ساتنه کوي.

دا خبره نوموړي د اپرېل پر ۲۱مه د کوټې په انفرمېشن ټېکنالوژۍ پوهنتون (بیوټېمز) کې له هزاره مشرانو سره د لیدو پر وخت کړې.

د اپرېل پر ۱۲مه د کوټې د هزارګنجۍ سیمې د سبزیو په منډيي کې په برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي ول چې پکې یو شمېر هزاره ګان ول.

اسلامي دولت ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

تر برید وروسته هزاره ګانو احتجاجي پرلت پیل کړ چې څلور ورځې یې دوام وکړ.

د اپرېل پر ۲۱مه، ایران ته تر روانېدو مخکې وزیراعظم کوټې ته ورغی او هلته یې د هغو هزاره ګانو له خپلوانو سره ولیدل چې د هزارګنجۍ په برید کې یې د کورنیو غړي وژل شوي یا ژوبل ول.

عمران خان هغوی ته ډاډ ورکړ چې حکومت د ترهګرۍ ضد قامي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) عملي کولو ته ژمن دی.

نوموړي وویل چې د ایران له سفره تر ستنېدو وروسته به په اسلام اباد کې د بلوچستان پر امنیت غونډه وروغواړي چې هلته د ناامنیو مخنیوي لپاره کړنلاره جوړه کړي.

د هزاره ګانو مشران وايي، حکومت تر دې مخکې هم د امنیت ژمنې کړې دي خو په پوره کولو کې یې پاتې راغلی.

دوی وايي، حکومت دې داسې جامع تګلاره جوړه کړي چې نه یوازې د هزاره ګانو بلکې د پښتنو او بلوڅانو ژوند هم خوندي شي.

له تېر کال راهیسې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې هم یو شمېر چاودنې، وسله وال او هدفي بریدونه شوي دي چې پر ضد یې د سیاسي ګوندونو غړو او مشرانو او د مدني ټولنو فعالانو احتجاجونه کړي.

د سیمې مشران او اوسېدونکي وايي، د ناامنیو زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

د بلوچستان حکومتي چارواکو په بیا بیا ژمنه کړې چې په حملو کې ککړ کسان د قانون منګولو ته سپاري.

XS
SM
MD
LG