د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي ۴۸ ژوبل


په کوټه کې مخکې هم بریدونه او چاودنې شوې دي
په کوټه کې مخکې هم بریدونه او چاودنې شوې دي

د بلوچستان مرکز کوټې په هزار ګنجي سیمه کې نن سهار په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۸ ژوبل دي.

د کوټي د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه مشال راډیو ته وویل، پېښه د اپرېل پر ۱۲مه سهار په هزار ګنجي سیمه کې په سبزي منډۍ کې شوې. ده وویل چې په وژل شویو کې اته تنه اهل تشیع هزاره ګان دي.

چیمه ویلي دي چې په وژل شویو کې دوه ماشومان او یو د اېف سي سرتېری هم شامل دي. د کوټې لوی روغتون د ټپیانو مرکز مشر ډاکټر اعظم بابړ وايي چې د پنځو تنو حالات د تشویش وړ دی.

په هزار ګنجي سیمه کې مېشتو هزاره ګانو د دغه پېښې برضد لاریون کړی او لارې یې تړلي دي.

د دغه صوبې د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو مطبوعاتو ته ویلي دا یو ځانمرګي برید وو. هغه دا خبره رد کړه چې ګنې د ځانمرګي بریدګر هدف د هزاره ټولنې وګړي ول او زیاته کړه چې په برید کې دهزاره ګانو ترڅنګ نور خلک هم وژل شوي او ژوبل دي.

د بلوچستان ګورنر امان الله یاسینزي او اعلا وزیر جام کمال امنیتي ادارو ته امر کړی دی چې په برید کې ککړ کسان ژر تر ژره ونیسي.

د دغه حملې ذمه واري ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان قاري حسین فورس منلې ده.

XS
SM
MD
LG