د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان د ایران په سفر دی


عمران خان ایران ته ورسېد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:39 0:00

ایرانیو چارواکو د عمران خان هرکلی وکړ

پراګ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اپرېل پر ۲۱مه، ماښام مهال په دوه ورځني سفر ایران ته ورسېد.

لوړپوړو ایرانیو چارواکو د مشهد پر هوايي ډګر نوموړي ته ستړي مه شي وویل.

عمران خان ايران ته په خپل لومړي رسمي سفر کې له ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي، ولسمشر حسن روحاني او نورو چارواکو سره ګوري.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، وزیراعظم عمران خان له ایرانیو او پاکستانیو سوداګرانو سره هم ګوري.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې يوې وروستۍ حملې د تهران او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ زيات کړى دى.

د اپرېل پر ۱۸مه سهار وختي وختي يوه ډله وسله والو له کراچۍ څخه ګوادر ته روان بسونه ودرول او د مساپرو د پېژندپاڼو (شناختي کارډونو) تر کتلو وروسته یې ۱۴ کسان ووژل.

تر برید وروسته، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل، په وژلو کې ١٠ تنه د پاکستان د سمندري ځواک غړي، درې د هوايي ځواک غړي او يو ساحلي ساتونکى وو.

قريشي له ایرانه غوښتي چې د وسله والو ډلو ضد اقدام وکړي
قريشي له ایرانه غوښتي چې د وسله والو ډلو ضد اقدام وکړي

د اپرېل پر ۲۰مه، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وويل، حمله کوونکي له ايرانه د پاکستان خاورې ته اوښتي او په بلوچستان کې يې د پاکستان پر امنيتي سرتېرو حمله کړې ده.

وزارت وايي، د ايران حکومت ته يې په يوه ليک کې ويلي چې حمله کوونکي د بلوڅ بېلتون غوښتونکو د يوې نوې تشکيل شوې ډلې غړي ول چې د وزارت په حواله، د ايران په سيستان - بلوچستان ولايت کې دېره ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د اپرېل پر ۲۰مه په اسلام اباد کې يوه کنفرانس ته وويل:

"د بي ار اې په نوم د بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې دغه نوى اتحاد او د هغوى روزنيز يا اکمالاتي کیمپونه د ايران په سرحد کې دننه دي، تر څېړنو او پلټنو وروسته مو له ايرانيو چارواکو سره عملي شواهد شريک کړي دي."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له ايرانه غوښتنه کړې چې د بریدګرو په وړاندې چې بېرته د ايران خاورې ته داخل شوي، اقدام وکړي.

​د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د اپرېل پر ۱۹مه تر برید وروسته پر ټوېټر په یوه بیان کې د عمران خان د سفر یادونې ترڅنګ د حملې غندنه وکړه او زیاته یې کړه چې ترهګر او سختدریځي د مسلمانو هېوادونو ښه اړیکي نشي زغملای.

اسوشي اېټډ پرېس اژانس وايي، د پاکستان په بلوچستان او د ايران په سيستان بلوچستان ولايت کې د بلوڅانو ډلې په دواړو هېوادونو کې خپلواکي غواړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، وزیراعظم عمران خان به د دغو وژنو موضوع له ايرانيو چارواکو سره مطرح کړي.

قريشي له ايراني لوري د اقدام غوښتنه وکړه او ویې ویل: "ايران يو ورور او ګاونډى هېواد دى چې اوږدمهاله پياوړي اړيکي ورسره لرو، د دغو اړيکو په رڼا کې تمه لرو چې ايراني وروڼه به د دې ډلو په وړاندې اقدام وکړي."

د پاکستان او ايران په سرحد کې مېشتې افراطي ډلې زيات وخت پر ايراني ساتونکو حملې کوي، خو دا په وروستيو کلونو کې لومړى وار دى چې پاکستان په ښکاره ايران د هغو بلوڅ ډلو په وړاندې په اقدام نه کولو تورنوي چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو د وژلو تور ورباندې لګول شوى دى.

تهران د پاکستان د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې پر اسلام اباد تور پورې کړی دی چې د هغو وسله والو مخه نه نیسي چې له پولې وراوړي او پر ایرانیو سرتېرو بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG