د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، اورماړه کې د ۱۴ کسانو وژونکي له ايران سره تعلق لري


د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل

پاکستان وايي ، د بلوچستان په اورماړه کې د ۱۴ کسانو وژونکي وسله وال له ايران سره تعلق لري.

د پاکستان ډان او نورې رسنۍ وايي ، دا خبره د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر له خوا په اسلام اباد کې ايرانۍ سفارتخانې ته په لېږل شوې احتجاجي مراسله کې شوې ده.

که څه هم ايران پر دې اړه څه نه دي ويلي خو له دې مخکې ايران بيا په خپله ځمکه د وسله والو بريدونو لپاره پاکستان ميشته ډلې تورنې کړې دي.

د اپريل په ۱۸ مه د بلوچستان په اورماړه کې وسلوالو څوارلس کسان له بس څخه راکوز کړل او په ډزو يې ووژل.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په دوه ورځني سفر د اپرېل پر ۲۱مه ايران ته ځي.

XS
SM
MD
LG