د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن او کوټه کې د بریدونو خلاف لاریون شوی او پرلت دوام لري


په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم خلکو د بدامنیو خلاف پرلتونه غځولي دي.
په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم خلکو د بدامنیو خلاف پرلتونه غځولي دي.

کوټه ـ په بلوچستان صوبه کې د بد امنیو د پرله پسې دوو پېښو وروسته په چمن کې مظاهره شوې او په کوټه کې هزاره ګانو په درېمه ورځ هم پرلت غځولی دی.

د اپریل پر ۱۲مه په بلوچستان کې د بد امنۍ دوه لویې پېښې مخې ته راغلې وې. سهار مهال د کوټې په هزار ګنجي سيمه کې په یو ځانمرګي بريد کې۲۰ کسان ووژل شول او ۴۸ نور ژوبل شول. په وژلو شویو کې اته اهل تشیع هم وو.

که څه هم د هزارګنجي د پېښې ذمه وار تحریک طالبان پاکستان بلل شوي وو خو د هغوی مرکزي وياند محمد خراساني د اپرېل پر ۱۳مه رسنيو ته په لېږل شوي پېغام کې ويلي چې دوی له دې پېښې سره هيڅ تړاو نه لري.

په تعقیب یې د همدې ورځې په ماښام په سرحدي ښار چمن کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه یو تن ووژل شو او ۱۳ نور ژوبل شول. په ژوبلو کسانو کې دوه یې د اېف سي سرتېري وو.

د چارواکو په وینا، چاودنه هغه مهال وشوه چې د ماښام له لمانځه وروسته خلک خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې وو.

د امنیتي چارواکو په وینا، چاودېدونکي توکي، د یوه دوکان مخې ته په ولاړ موټر سایکل کې ځای پر ځای کړل شوي وو چې د لرې واټن نه د ریموټ پر مټ ورته چاودنه ورکړل شوه.

د چاودنې له کبله یو شمېر دوکانونه هم ویجاړ شوي وو. تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري قبوله کړېده.

د چمن د چاودنې خلاف د اپریل پر ۱۴مه د سیاسي ګوندونو په غوښتنه غونډه او لاریون وشو. په دغه لاریون کې د سیاسي ګوندونو د مشرانو او پلویانو ترڅنګ ولسي کسانو او سوداګرو هم ګډون وکړ.

لاریونوالو په چمن او کوټه کې ترسره شوي بریدونه وغندل او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د خلکو د ځان او مال ساتنه دې په سمه توګه وکړي.

یو مظاهره کوونکي عبدالصادق اڅکزي مشال ته وویل:

«په چمن او هزارګنجي کې چې کومې ناوړې پېښې وشوې، موږ یې سخت مذمت کوو. ځینې ډلې د پښتون معیشت تبا کول غواړي. که د دې پېښو تر شا لاس لرونکي کسان و نه نیول شول نو موږ به تر اسلام اباده خپل احتجاج وغځوو.»

په کوټه کې بیا هزاره ګانو د اپریل پر ۱۴مه هم پرلت غځونې ته دوام ورکړ. دوی له تېرو درېوو ورځو راهېسې د کوټې په غربي بای پاس سرک ناست دي او له حکومته غوښتنه کوي چې د پاکستان مرکزي حکومت دې امنیت ټینګ کړي او پر هزاره وګړو د ترسره کیدونکو بریدونو مخه دې ونیسي.

XS
SM
MD
LG