د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن کې چاودنه، یو وژل شوی او ۱۳ ژوبل دي


چمن کې تر دې وړاندې هم دا ډول بریدونه ترسره شوي دي.
چمن کې تر دې وړاندې هم دا ډول بریدونه ترسره شوي دي.

چمن ـ د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د اپریل د ۱۲مې پر ماښام، په یوه چاودنه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۱۳ نور ژوبل شوي دي. په ژوبلو کسانو کې دوه یې د اېف سي سرتېري ښودل کېږي.

چارواکي وايي، چاودنه هغه مهال وشوه چې د ماښام له لمانځه وروسته خلک خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې وو.

د امنیتي چارواکو په وینا، چاودېدونکي توکي، د یوه دوکان مخې ته په ولاړ موټر سایکل کې ځای پر ځای کړل شوي وو او د لرې واټن نه د ریموټ پر مټ چول شوي دي.

د چاودنې له کبله یو شمېر دوکانونه هم ویجاړ شوي دي. تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري قبوله کړېده.

هم د اپریل پر ۱۲مه، د کوټې په هزار ګنجي سيمه کې په یو ځانمرګي بريد کې۲۰ کسان ووژل شول او ۴۸ نور ژوبل شول.

په وژلو شویو کې اته اهل تشیع هم وو چې وروسته بيا هزاره ټولنې د پېښې پر ضد احتجاج پېل کړ چې د اپریل پر ۱۳مه یې هم دوام وکړ.

که څه هم د هزارګنجي د پېښې ذمه وار تحریک طالبان پاکستان بلل شوی و خو د هغوی مرکزي وياند محمد خراساني د اپرېل پر ۱۳مه رسنيو ته په لېږل شوي پېغام کې ويلي چې دوی له دې پېښې سره هيڅ تړاو نه لري.

د هزاره ډیموکریټک ګوند یو مشر قادر نایل وايي، ترهګر د کوټې ښار امنیت خرابول او وروڼه ملتونه پخپلو کې جنګول غواړي، خو دوی به په خپل مقصد کې کامیاب نه شي.

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال پر دواړو پېښو خواشیني ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه هغه ډلې کوي چې د بلوچستان صوبې پرمختګ نشي لیدلی.

جام کمال وايي، حکومت به دغه ډلې بریالي کېدو ته پرېنږدي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له تېرو څو کلونو راهېسې امنیتي وضع ښه نه ده، دغلته پر پښتنو، هزاره ګانو او بلوڅو یو ډول بریدونه ترسره کېږي.

تر څنګ یې پر امنیتي ځواکونو هم بریدونه کېږي چې زیاتره وخت یې مسوولیت بلوڅ بیلتون پالې ډلې قبلوي.

XS
SM
MD
LG