د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم: حکومت دې په وزیرستان کې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي


د میرامشا جلسې ته زرګونه کسان ورغلي ول
د میرامشا جلسې ته زرګونه کسان ورغلي ول

میرامشا ـ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د میرامشا په جلسه کې پر حکومت او امنیتي ادارو غږ وکړ چې په شمالي وزیرستان کې دې د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

په دغه جلسه کې د شمالي او جنوبي وزیرستان ترڅنګ، د بلوچستان او د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو زرګونه خلکو ګډون وکړ. جلسه چې د سهار پر ۱۰ بجو پیل شوې وه، تر مازیګره یې دوام وکړ.

په یاده جلسه کې د پښتون ژغورنې غورڅنګ مخکښو مشرانو منظور پښتین، علي وزیر، محسن دوړ او نورو ویناوې وکړې.

منظور پښتین د میرامشا جلسې ته د وینا پر مهال وویل، د ضرب عضب تر عملیاتو وروسته، له تېر یو کال راهېسې هلته هدفي وژنې زیاتې شوي.

ده ویل، خلک په خپلو کورونو کې ځانونه خوندي نه ګڼي او په وېره کې دي. پښتین غوښتنه وکړه چې حکومت دې خلک وساتي.

جلسې ته د وینا پر مهال علي وزیر، محسن دوړ او د غورځنګ نورو مشرانو وویل، د وزیرستانونو خلکو ته دې د دوی د وسایلو اختیار ورکړل شي.

دوی د وزیرستان په غرونو کې د کرومایټ، تانبې (مسو) او نورو قیمتي معدنیاتو یادونه وکړه.

همدا رنګه د جلسې ویناوالو د کرم تنګي ډیم پر ضد هم خپل غږ پورته کړ او ویې ویل چې دوی به کله هم د دغه ډیم د جوړولو اجازه ور نه کړي، ځکه چې که داسې وشول نو د شوې تحصیل به د اوبو د لاندې شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د دغو او نورو غوښتنو په ځواب کې پاکستاني چارواکي وايي، د یاد غورځنګ غوښتنې سمې دي، خو د دوی د غوښتنې طریقه مناسبه نه ده.

جلسې ته د غورځنګ یو شمېر مشرانو وینا وکړه
جلسې ته د غورځنګ یو شمېر مشرانو وینا وکړه

پاکستاني چارواکي وايي، د پي ټي اېم زیاتې غوښتنې یې پوره کړې هم دي، چې پکې د ورک کړل شویو کسانو موندل، د فرش کړل شویو ماینونو پاکول او ځینې نورې شاملې دي.

په وزیرستانونو کې د هدفي وژنو د ختمولو د غوښتنې په اړه حکومتي او پوځي چارواکو وخت په وخت ویلي چې د شمالي او جنوبي وزیرستان په ډېرو برخو کې یې امن قایم کړی او هغه سیمې چې د بدامنۍ پېښې پکې رامنځته کېږي هلته د امن راوستو هڅې کوي.

منظور پښتین پر سټېج له ماشومانو سره. د نوموړي ښي خوا ته ثنا اعجاز او نرګس افشین خټکه هم ناست دي.
منظور پښتین پر سټېج له ماشومانو سره. د نوموړي ښي خوا ته ثنا اعجاز او نرګس افشین خټکه هم ناست دي.

د کرم تنګي ډېم د جوړولو په سر د ناندرۍ په اړه هم د خیبر پښتونخوا حکومت خپل دریځ تر دې وړاندې ښکاره کړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان شمالي وزیرستان ته د خپلې دورې پرمهال ویلي ول که ولس د کورم تنګي ډېم نه غواړي نو دوی یې نه جوړوي.

XS
SM
MD
LG