د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د کرم تنګي ډېم جوړولو پرضد احتجاج شوی


په شمالي وزیرستان مظاهرې.
په شمالي وزیرستان مظاهرې.

بنو ـ د شمالي وزیرستان په شوه تحصیل کې د دواړو وزیرستانونونو ځايي خلکو د کرم تنګي په نوم د ډیم پرضد احتجاج کړی چې پکې د نورو ترڅنګ علي وزیر او محسن دوړ هم ګډون کړی دی. دوی دواړه په قامي اسمبلۍ کې د وزیرستانونو استازي دي.

احتجاج کوونکي وايي، حکومت ډېر ځله هڅه کړې ده چې د کرم تنګي ډیم جوړ کړي خو دوی ورته اجازه نه ورکوي، ځکه چې که دا کار وشو نو شوه تحصیل به د اوبو لاندې شي.
په دغه اړه د احتجاج یو ګډونوال میر کلام وزیر د اپریل پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې د دوی د اندېښنو لرې کولو او مشورې بغیر به ډېم نه تړي خو بیا يې هم د ډېم په جوړولو لاس پورې کړی.

نوموړي زیاته کړه: "د کرم تنګي ډېم د تعمیر لومړی پړاو په ۲۰۱۷م کال کې په سپین وام کې پیل شوی دی او په دویم پړاو کې په شوه تحصیل کې تیارۍ نیول شوي دي."

د سیمې ولس وايي، د ډېم مخالفت ځکه کوي چې ورسره به يې ځمکې په اوبو کې ډوبې شي او که حکومت رښتیا پرمختیا غواړي نو دغلته د تېلو او ګیسو په منصوبو کار وکړي.

د حکومتي چارواکو لخوا لا د مظاهره چیانو د غوښتنو په اړه څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG