د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبیا کې حالات ډېر خطرناک شوي: ګویتېرس


په لیبیا کې د وسله والو یو پخوانی عکس.
په لیبیا کې د وسله والو یو پخوانی عکس.

د ملګرو ملتوتو عمومي سیکرټري انتونیو ګوتریس خبرداری ورکړی دی چې په لیبیا کې حالات ډېر خطرناک شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال ملاتړ لرونکي لېبیايي حکومتي ځواک او د یوې ملېشې د کومندان د ځواکونو ترمنځ د پلازنېنې طرابلس پر نیولو جګړه دوام لري.

د ملګرو ملتونو د صحت نړیوال سازمان د اپرېل پر ۱۱مه وویل چې په تېرو شپږو ورځو کې پلازمېنې ته نژدې لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي او ۲۶۶ نور ټپي شوي دي.

یاد سازمان ویلي چې په زرګونه کسان له دې سیمې تښتېدلي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي سیکرټري انتونیو ګویتېرس خواست کړی دی چې اوس لا هم وخت شته او باید جګړه ودرول شي.

روس ، مصر او متحده عرب امارات د ملېشې د کومندان په مهمو ملاتړو کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG