د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین د بلوچستان د حکومت بندیز رد کړ


منظور پښتین
منظور پښتین

د بلوچستان حکومت یو ځل بیا پر منظور پښتین بندیز لګولی دی چې تر راتلونکو ۹۰ ورځو به یادې صوبې ته نه ننوځي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو د اپرېل پر دویمه مشال راډیو ته وویل ، پر منظور پښتین یې دا بندیز له دې کبله لګولی دی چې هغه د ده په وینا ، د پاکستان د ریاستي ادارو پرضد ویناوې کوي.

ضیاالله لانګو وویل ، “که په جمهوري توګه خپله خبره کوي او د ریاست پرضد خلک نه راپاروي نو به د هغه پر راتلو هیڅ بندیز نه وي خو هغه چې تر دې وړاندې دلته کله هم راغلی دی نو د فساد جوړولو هڅه یې کړې ده. “

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د بلوچستان د حکومت دې پرېکړې ته په غبرګون کې مشال راډیو ته وویل ، سیاست او تګ راتګ بنیادي انساني حق دی او ریاست له پښتنو څخه دا حق اخیستل غواړي.

منظور پښتین وویل ، “پښتونخوا د پښتنو وطن دی او په دې کې موږ د چا د نوټیفکشن ضرورت نه لرو ، چې کله زموږ خوښه شي خامخا به ځو.”

ده زیاته کړه چې “ که دوي مو نیسي که مو وهي ، دوي دې خپله باداري او خپل هغه د ظلم او جبر روایات پالي او موږ به خپله پښتونولي او تګ راتګ پالو.”

منظور پښتین وویل دا له بشري حقونو سرغړونه ده او باید چې د بشري حقونو نړیوالې ادارې هم دې حالت په پام وکړي.

دا دویم ځل دی چې د بلوچستان حکومت د منظور پښتین پر ورتګ بندیز لګوي. تر دې وړاندې یې د ۲۰۱۸م کال د دسمبر پر ۹مه نېټه هم پر نوموړي درې میاشتنی بندیز لګولی وو چې د روان کال د مارچ پر ۱۰مه پای ته ورسېدی.

په کوټه کې د بلوچستان بار کونسل وکیل اډوکېټ حبیب الله ناصر مشال راډیو ته وویل چې د بلوچستان حکومت له خوا پر منظور پښتین دا بندیز هیڅ قانوني جواز نه لري.

نوموړي مشال راډیو ته وویل ، “ دا کوم نوټیفیکشن چې دوي جاري کړی دی د هغه لپاره به په قانوني توګه لومړی د بلوچستان د های کورټ د چیف جستس په مشرۍ کې یو بورډ جوړېږي او هغه ته به دوي ټول مالومات ورکوي خو دوي نه هغه کار کړی دی او نه یې هم منظور پښتین ته نوټس ورکړی دی چې ولې یې پر ده بندیز لګولی دی.”

د سیند حکومت هم د ۲۰۱۸م کال د دسمبر پر اوومه نېټه پر منظور پښتون د ۹۰ ورځو بندیز لګولی وو خو د دسمبر پر ۹مه یې بیرته لرې کړی وو.

د بلوچستان حکومت د ۲۰۱۸م کال پر ۱۰م ډسمبر منظور پښتین هغه وخت د کوټې له هوايي ډګره بیرته کراچۍ ته ستون کړی وو چې دی د ورک کړل شوو بلوڅو لپاره روان احتجاجي کېمپ ته ورتلی.

خو منظور پښتین د ۲۰۱۹م کال د فرورۍ پر دریمه نېټه پر بندیز سربېره د ارمان لوڼي په جنازه کې د ګډون لپاره په ډېر مشکل د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې کلاسیف الله ته تللی وو.

پر نوموړي دا دویم ځل بندیز په داسې وخت کې لګول شوی دی چې ده د مارچ پر ۳۱مه په پېښور کې جلسې ته په وینا کې وویل ډېر زر به په لورالايي کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه اعلان کړي.

منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي د څلوېښتۍ لپاره په پېښور کې جوړې شوې دې جلسې ته د وینا پر وخت د بلوجستان په پښتون مېشتو سیمو کې پر خراب شوي امنیتي حالت هم خبرې وکړې.

ارمان لوڼی هم په لورالايي کې پر پولیسو د ضوي برید پرضد احتجاج ته تللی وو چې تر څلور ورځني پرلت وروسته د غورځنګ د غړو په وینا د فرورۍ پر دویمه یو ځايي پولیس افسر عطاالرحمان په وهلو وژلی وو خو هغه یې نه مني.

د ارمان لوڼي د قتل مقدمه د دوو میاشتو تر احتجاجونو او لاریونونو وروسته د اپرېل پر دویمه نېټه د هم هغه پولیس افسر پر ضد درج کړل شوه.

په دې سیمو کې په ځانګړې توګه کلاسیف الله ، لورالايي او سنځاوۍ کې د ترهګرۍ داسې پېښې شوې دي چې پرضد یې پراخ ولسي احتجاجونه شوي او لا هم روان دي.

احتجاج کوونکي وايي دا ټول بریدونه ریاستي ادارې کوي خو حکومت وايي د مظاهرچیانو دا تورونه بې ځایه دي او ریاست د ترهګرۍ پرضد جګړې ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG