د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروت بېټڼیو کې وسلوال برید دوه تنه وژلي او څلور ژوبل


د لکي مروت په یوه لیرې سیمه بېټڼیو کې د تعلیم محکمې پر څارونکې ډلې (مانیټرینګ ټیم) باندې د ناڅرڅرګندو وسلوالو په برید کې د پولیسو او ځایي خلکو په وینا د یادې ډلې یوه ښځینه افیسره او یو لېويز سرتېری ځای پرځای وژل شوي او درې نور اهلکاران او یو خاصه دار ژوبل شوي دي.

پېښه د لکي مروت په غزبوبه سیمه کې شوې ده. څارنیزه ډله د یوه ښوونځي (سکول) څارنې ته تللې وه. د بټڼیو سب ڈیویژن تحصیلدار کرامت بیټڼي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل دوی د پېښې ځای ته ورسېدل خو خو وسلوال له سیمې تښتېدلي ول.. تر اوسه لا هېڅ یوې ډلې د پېښې ذمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG