د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د ورکو کسانو مسلې ته پام وکړي: امنسټي انټرنېشنل


د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنېشنل) په خپله یوه لیکنه کې په پاکستان کې د لادرکه کړل شوو کسانو پر مسلې خبرې کړي. په دغه لیکنه کې د سند صوبې د یو لادرکه کړل شوي استاد هدایت الله لوهر له لوڼوسره خبرې شوې دي.

د لوهر لوڼه وايي، دوی ته په بیا بیا ویل کېږي، که د لادرکه کسانو په اړه خپل احتجاج ختم کړي او په کور کې کښېني نو کېدای شي د پلار درک یې ولګېږي.

هدایت الله لوهر د سکول هيډماسټر دی، هغه یو سیاسي فعال هم دی او د ۲۰۱۷ کال له اپرېل میاشتې راهیسې لادرکه دی.

د هغه لوڼه وایي ځینې خلک راغلل، څوک د پولیسو په جامه کې ول او چا ساده کالي اچولي ول، او د دوی پلار یې له ځانه سره په ګاډي کې بوتلو. له هغه وخت راهیسې یې د پلار هېڅ درک نه لګېږي.

امنسټي انټرنېشنل ته د هدایت الله لور سسي لوهر وایي دوی عدالت او پولیس تاڼو ته څو څو وارې ولاړل خو د پلار په اړه یې لا هم هېڅ مالومات نه لري.

د دې باوجود چې د پاکستان حکومت دا دعوې کړي چې د خلکو د لادرکه کولو مسله به هواروي او د یو تن لادرکه کول به غیر قانوني ګرځوي خو په پاکستان کې لا هم په جبري توګه د لادرکۍ پېښې مخې ته راځي. او لادرکه کړل شوي کسان عدالتونو ته هم نه وړاندې کېږي.

په جبري توګه د لادرکه کړل شوو کسانو د پلټنو کمېشن وایي تر دې دمه د ۲۱۷۸ کېسونه پراته دي. د دغه کمېشن د یو تازه راپور له مخې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د ۳۴۸ کسانو د لادرکۍ پېښې مخې ته راغلي دي چې پکې د ۴۶ کسانو د ځای ځایګي درک لګول شوی دی. په دغو ۴۶ کسانو کې ۲۹ خپلو کورونو ته رسېدلي دي، ۱۰ کسان په مختلیفو مرکزونو کې دي، په پنځو د ترهګرۍ تورونه دي او په مختلفو جېلونو کې قید دي، او د دوو په اړه ویل کېږي چې مړه شوي دي.

د لادرکه خلکو پر مسله د ملګرو ملتونو کارکونکې ډله وایي په پاکستان کې په موجوده وخت کې د ۷۰۰ لادرکه کړل شوو کسانو کېسونو پراته دي چې تر دې دمه نه دي حل شوي.

XS
SM
MD
LG