د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سنځاوۍ انتظامي چارواکي دې ګوښه کړل شي: پرلتوال


د سنځاوۍ پرلت

د بلوچستان په سنځاوۍ کېد شپږو لېویزوالو د وژنې پرضد نن چارشنبه پر درېمه ورځ هم کاربندیز دی. پر دې مهال ټول دکانونه اوکاروباري مرکزونه بند دي.

سیاسي ګوندونو او د سوداګرو اتحادیې غوښتنه ده چې د سنځاوۍ پر لال کټايي چېک پوسټ باندې په برید کې تورن کسان دې سمدلاسه ونیول شي. دوی ویل چې انتظامي چارواکي دې د دغه پېښې په مخنیوي کې د ناکامۍ له کبله له خپلو دندو هیسته کړل شي.

په سنځاوۍ کې پرلتوالو ته د جمعیت علما اسلام ف یوه ځايي امیر مولوي شېر جان وویل چې د دوی احتجاج به تر هغو روان وي چې حکومت یې غوښتنې نه وي منلې.

نوموړي وویل: ''دوی هغه ځایه ته په تش لاس لېویز واستولو چې خطرناکه وه او لېویزوالو ته یې دا حال ورنکړ چې تاس د خپلځان حفاظت وکړئ.''

د سنځاوۍ پرلتوال غوښتنه کوي چې د پېښې پلټنو لپاره دې یو عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.

د بلوچستان اسمبلۍ یوه پخواني غړي خلیل دومړ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د دوی احتجاج به یوازې تر سنځاوۍ پورې نه وي بلکې کوټې ته به هم ځي او هلته به پرلت (دهرنه) کويځکه چې د لېویزوالو په وژنه ټوله سیمه غمجنه ده. نوموړي د سنځاوۍ پر تحصیلدار او اسسټنټ کمېشنر تور ولګاوه چې له خلکو سره یې زیاتوب کړی دی او باید چې له خپلو دندو لیرې کړل شي.

مشال راډيو هڅه وکړه چې د بلوچستان حکومت دریځ واخلي خو بریالۍ نه شوه. خو وړاندې له دغې سیمې د صوبايي اسمبلۍ غړي او د اوبه خور صوبايي وزیر نور محمد دومړ د سنځاوۍ پېښې پرضد د ولسي احتجاجونو په غبرګون کې په یوه بیان کې ویلي ول چې ځنې سیاسي ډلې پر دغه پېښه سیاست کوي.

XS
SM
MD
LG