د لاسرسي ځای

تازه خبر

سنځاوۍ کې د لېویزوالو د وژنې پرضد پرلت دوام لري


د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه سنځاوۍ کې د مارچ ۲۰مې د خونړۍ پېښې پرضد یو ولسي پرلت پیل شوی دی.

دغه پرلت د سنځاوۍ پولیس تاڼې مخې ته پرون د دوشنبې په ورځ پیل شو، چې نن سېشنبه هم جاري دی. په پرلت کې ناست احتجاجیان د مارچ پر ۲۰مه د ناڅرګنده کسانو لخوا وژل شويو لېویز چارواکیو د وژونکيو نیولو، د پخواني پوځي مېجر او موجوده اسسټنټ کمېشنر په شمول د ځینو ځايي امنیتي چارواکيو د بدلولو او د پېښې په لړ کې د پلټنو لپاره یو عدالتي کمیشن جوړولو غوښتنه کوي.

احتجاجیانو هوډ کړی چې پرلت به یې د غوښتنو تر منلو جاري وي. دوی دا اعلان هم کړی دی چې د غوښتنو نه منلو په صورت کې به د مارچ پر ۲۷مه سنځاوۍ ته تللې ټولې لارې او سړکونه تړي.

XS
SM
MD
LG