د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې د نواز شریف د درملنې بندوبست وکړي: بلاول


د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر د مارچ پر ۱۱ مه د مسلم ليګ ن د رهبر نواز شریف د پوښتنې لپاره د لاهور کوټ لکپت زندان ته ولاړ او له هغه سره یې ولیدل.

د پيپلز ګوند مشر د پاکستان له وزيراعظمه غوښتنه کړې چې د مسلم ليګ د رهبر نوازشريف د علاج لپاره هرډول اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

بلاول بوټو زرداري دا خبره د مارچ پر ۱۱ مه نېټه د لاهور په کوټ لکپت جيل کې له نوازشريف سره تر لیدو وروسته خبريالانو ته وکړه. نوموړي زياته کړه چې حکومت بايد نوازشريف ته هم هغه علاجبرابر کړي چې هغه يې غوښتنونکی دی او زیاته یې کړه چې نواز شریف د زړه ناروغه دی او هغه درملنې ته نه پرېښودل په تشدد کې راځي. د ده په خبره له یوه عام بندي سره ناانصافي نه ده پکاره. یوه ناروغه قیدي ته درملنه ورکول د حکومت ذمه واري ده. بلاول وویل، پاکستان د بشري حقونو خبره کوي خو په هېواد دننه د ملک درې وارې منتخب وزیر اعظم میا صاحب په جېل کې ناروغه دی.

له بلاول بوټو زراداري سره د ګوند نور مشران هم ملګري وو. هغه وویل چې له نواز شریف سره یې پر میثاق جمهوریت هم خبرې شوې دي او په دې اړه به د پاکستان له نورو ګوندونو سره هم سلا مشورې کوي.

له خبریالانو سره په خبرو کې د بلاول وینا وه ده ته ن ښکاري چې نواز شریف دې له حکومت سره یو جوړجاړی وکړي. د ده په وینا میا صاحب (نواز شریف) پر اصولو ولاړ دی. ځکه میا صاحب ورته ویلي 'دی نظریاتي دی او نظریاتي سیاست کوي.'

بلاول بوټو زرداري غوښتل چې د مارچ پر نهمه د نوازشريف د روغتيايي حالت پوښتنه وکړي خو د پنجاب د زندانونو مشر يې درخواست رد کړ البته د مارچ پر ۱۱مه يې ورسره د ليدو اجازه ورکړه.

د پاکستان سياسي منظرنامې ته په کتو داسې ښکاري چې بلاول بوټو وزيراعظم عمران خان ته سياسي ځواب ورکول غواړي.
اویس توحيد

پيپلز ګوند او مسلم ليګ نواز په پارلېمان کې دوه لوی اپوزیشن ګوندونو دي خو د ۲۰۱۸ز کال د جولای ۲۶مې تر ټولټاکنو وروسته د دواړو ګوندونو اړيکي د اپوزيشن په متحدولو کې لوی خنډ بلل کېږي.

د زړه په ناروغۍ اخته د نوازشريف روغتيايي حالت له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې ښه نه دی خو دومره موده پس د هغه پوښتنې ته د بلاول بوټو زرداري د ورتګ فیصلې ځېنې کارپوهان په دې نظر کړي چې ښايي دغه ليدنه د حکومت ضد د دواړو ګوندونو د یووالي اساس وګرځي.

خبريال او څېړونکي اويس توحيد د مارچ پر ۱۰ مه مشال راډیو ته وويل چې د پاکستان اوسني سياسي منظرنامې ته په کتو داسې ښکاري چې بلاول بوټو وزيراعظم عمران خان ته سياسي ځواب ورکول غواړي.

نواز شریف له دوو میاشتو راهیسې ناروغه دی
نواز شریف له دوو میاشتو راهیسې ناروغه دی

د ده په خبره، عمران خان په سيند صوبه کې د وينا پر مهال پر بلاول تنقيد کړی وو چې هغه په اسمبلۍ کې په انګرېزۍ وينا وکړه چې پر دې ژبه د پاکستان زياتره خلک نه پوهېږي او له دې سره سره عمران خان د بلاول له خپل نوم سره د بوټو پر ليکلو هم اعتراض وکړ.

اویس توحيد وايي، دې سياسي پس منظر ته په پام، د بلاول بوټو له نوازشريف سره ملاقات د ډېر ارزښت وړ دی.

د ده په وينا، دواړه ګوندونه دا وخت له مصيبوتونو او د اېسټیبلېشمنټ له ځورونو سره مخامخ دي او په مقدمو کې ګېر دي نو تر دې ملاقات وروسته به ښايي يو بل ته نور نېږدې شي.

داسې نه ښکاري چې د نوازشريف او بلاول بوټو یو ملاقات به دا ګوندونو دومره سره نېږدې کړي چې په نتيجه کې يې يو، متحده اپوزيشن جوړ شي.
شاه زېب جېلانی

​پيپلز پارټۍ دا تاثر ورکوي چې بلاول بوټو له بشري پلوه د نوازشريف پوښتنې ته ورځي خو ځېنې کارپوهان دا فکر کوي چې د ملاقات سياسي ارزښت هم زيات دی.

خبريال او د سياسي چارو پوه شاه زېب جېلانی وايي، ورته نه ښکاري چې تش یو ملاقات به دا ګوندونو دومره سره نېږدې کړي چې په نتيجه کې يې يو، متحده اپوزيشن جوړ شي.

د ده په خبره، د واکمن تحريک انصاف ګوند له دواړو پارټيانو سره په پارلېمان کې برخورد ښه نه دی نو که په دې تناظر کې دوی سره يو ځای کېږي، دا به ډېر مهم پرمختګ وي.

د نواز شریف پوښتنې ته د بلاول بوټو زرداري د ورتګ خبر ترخپرېدو وروسته د پاکستان وزيراعظم عمران خان د مارچ پر نهمه نېټه د خپلې ټوېټر پاڼې له لارې د پنجاب حکومت ته حکم ورکړ چې نوازشريف د علاج لپاره دې هر ډول اسانتياوې برابرې کړي.

د پاکستان يو احتساب عدالت د ۲۰۱۸ز کال د ډېسېمبر په مياشت کې د العزيزيه په نوم د درغلۍ په قضیه کې شريف ته د اووه کاله بند سزا واوروله.

نوموړی دا تور نه مني او د عدالت فیصلې ضد یې های کورټ ته درخواست ورکړی.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG