د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دوو هندواڼيو نجونو تښتونې د اسلام‌اباد او ډیلي کړکېچ زېږولی


په پاکستان کې د یکشنبې په ورځ د دوو هندواڼيو نجونو د تښتونې او اسلام دین ته د هغوی د وراړولو ادعا د دوو ګاونډيو هېوادونو پاکستان او هند تر منځ تازه کړکېچ رامنځته کړی دی.

د پاکستان اطلاعاتو وزیر فواد چودري په یکشنبه ویلي چې وزیر اعظم عمران خان د سند حکومت ته امر کړی چې د دې پېښې په اړه جدي پلټنې وکړي.

پاکستاني پولیسو ویلي چې د دغو هندواڼيو نجونو میندو پلرونو د خپلو لوڼو د ورکېدو رپوټ کړی.

اخوا د هند بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج په یوه ټویټ کې په اسلام‌اباد کې له خپل عالي کمېشنره غوښتي چې د یادې پېښې او ادعا په اړه راپور ورکړي.

خو د پاکستان اطلاعاتو وزیر سوشما سواراج ته په ځواب کې ویلي، ښه به دا وي چې په خپل هېواد کې په لږکیو مسلمانانو پام وکړئ.

په پاکستان او په ځانګړي توګه په سیند صوبه کې تر دې وړاندې هم د کم عمرۍ ودونو او په زوره د مذهب اړولو پېښې رپورټ شوې دي.

د بشري حقونو ادارو په وینا، د دې ستونزې له وجې ځینې هندوان او دغسې نور لږکي سیمي یا پاکستان پرېښودو ته اړ شوي دي.

په هند کې هم ځیني وختونه له مسلمانانو سره زیاتی شوی چې تر ټولو عمده بېلګه یې په ګجرات کې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د تندلارو مذهبیانو له‌خوا د زر تنو مسلمانانو وژنه ده.

XS
SM
MD
LG