د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د چټک بس پروژې پرانسته وځنډول شوه


د پېښور چټک بس پروژې د ولس تګ راتګ ورو کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

د پېښور چټک بس پروژې د ولس تګ راتګ ورو کړی دی

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزيي مشال راډيو ته ويلي دي چې د پېښور چټک بس پروژې پرانسته يې ځنډولې ده. ټاکل شوې وه چې د مارچ په ۲۳مه د پروژې پرانیستل کېدله. خو د خيبر پښتونخوا اعلا وزير له دفتره په يو بيان کې ويل شوی، دا پروژه نامکمله ده او وزيراعظم عمران خان ورته مشوره ورکړې چې د نامکمل پروژې پرانستي څخه ډډه وکړي.

صوبايي وزير شوکت يوسفزيي وايي چې د چټک بس لپاره کوريډر جوړ دی خو د بارانونو له وجې په نظام کې ګډ وډي رامنځ ته شوې ده. نوموړي زیاته کړه: ''موږ اعلا وزير ته مشوره ورکړه چې لږ صبر وکړي چې د ای ټي اېس نظام سم شي نو بيا د دې افتتاح وکړي. مېډيا ته مو دا ټوله لاره وښودله او ځينې خلک غلط تاثر ورکړې چې پر دې پروژې په سمه توګه کار نه دي شوي.

خو تر دې مخکې صوبايي حکومت دعوه کړې وه چې د پېښور چټک بس پروژې لپاره بسونه رسېدلي دي او دا پروژه بشپړېدو ته نزدې شوې ده. په پېښور کې هم د نيوز ټيليویژن بيورو چيف طارق وحيد وايي، حکومتي دعوي ناسمې دي.

ده زياته کړه: ''د پېښور اوسېدونکیو تر ټولو زياته پرېشاني دا ده چې دا پروژه به کله سر ته رسېږي.''

د پېښور چټک بس سروس منصوبې يو کال وشو خو لا جوړه نه ده

بلخوا د پېښور اوسېدونکي د نامکملې پروژې له وجې ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

د پېښور نمک منډۍ تاجر زمان ګل وايي، حکومت د دې پروژې په سمه توګه منصوبه بندي نه ده کړې چې له وجې يې عام ولس له سختو کړاونو سره مخامخ دی.

دی وايي: ''زه له يونيورسټي روډ څخه نمک منډۍ ته په درېو ګنټو کې رارسېږم. په دې وخت کې موږ له پېښوره اسلام اباد ته رسېدلی شو. ټولو خلکو ته یې ذهني اذيت ورکړی دی.''

د چټک بس پروژې د ښار ښکلا متاثره کړې.

د پېښور ښار يو بل اوسېدونکی اسد خان وايي، ''روډونه مات دي. په ښار کې دوړې دي. بله دا چې دا هم نه ده معلومه چې کله به دا پروژه سر ته ورسېږي.''

د خيبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۳م کال کې په ايشيا کې د ښارو پرمختيا نوښت ادارې ته خواست کړی وو چې په پېښور کې د ټريفک نظام ښه کولو لپاره کړنلاره جوړه کړي.

د دې پروژې لپاره ايشيا بانک پيسې ورکړې او د دې ټول لګښت ۶۸ اربه روپو زيات دی. پر دې پروژه ۲۰۱۷ز کال د اکتوبر په ۲۹مه نېټه کار پيل شوی وو چې تراوسه پوري روان دی.

XS
SM
MD
LG