د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نجونو ویډیو رسوایۍ جوتوونکی افضل کوهستانی ووژل شو


پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډیو کې دا نجونه ښودل شوې وې
پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډیو کې دا نجونه ښودل شوې وې

پراګ - د خیبر پښتونخوا د اېبټ اباد پولیس وايي، په ۲۰۱۲ز کال کې د کوهستان د ویډیو رسوایۍ په ډاګه کوونکی افضل کوهستانی وژل شوی دی.

د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي د مارچ پر اوومه مشال راډیو ته وویل، کوهستانی د مارچ شپږمې پر ماخوستن شاوخوا ۱۰ کم اته بجې د ښار د چاوڼۍ تاڼې په حدودو کې په برید کې ووژل شو.

دې چارواکي د نوم نه ښودو په شرط وویل، په ډزو کې درې لارویان هم ژوبل شوي چې روغتیايي وضع یې ښه ده.

د ده په خبره، د پېښې په ځای کې پولیسو یو مشکوک کس ولید چې په تېښته وو.

دی وايي، درېو پولیس سرتېرو هغه کس ونیو او د کینټ تاڼې ته یې یووړ.

چارواکی وايي، نیولی کس "فیض الرحمان ولد ګل رنګ" نومېږي او پولیسو ورڅخه "یوه تفنګچه (تماچه) او دوه میګزینونه" تر لاسه کړل چې پکې یو یې "تش وو او تازه تازه [ورڅخه ډزې] شوې وې."

پولیس وايي، فیض الرحمان په تاڼه کې ورته وویل چې افضل کوهستانی یې "نه دی وژلی" ځکه چې هغه یې "ماما" وو.

دې چارواکي وویل چې پولیسو د نوموړي پر خبرې باور ونکړ او د دې درې لاملونه دي. یو دا چې فیض الرحمان د پېښې له ځایه د تېښتې هڅه وکړه.

دویم، ځېنو عیني شاهدانو هم نوموړي ته ګوته ونیوله او تور یې پورې کړ چې په ډزو یې لیدلی او درېیم دا چې د پېښې له ځایه چې د مرمیو څومره پوښونه تر لاسه شوي، هومره ډزې د فیض الرحمان له تفنګچې هم شو

ې وې.

د ویډیو کیسه

افضل کوهستاني په ۲۰۱۲ز کال کې دعوه کړې وه چې د خیبر پښتونخوا د کوهستان یوې جرګې تر هغې وروسته د څلورو نجونو او دوو هلکانو د وژنې امر ورکړ چې په یوه واده کې یې د نڅا ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه.

په هغه ویډیو کې ښودل شوي دي چې څلور نجونه ناستې دي، چکچکې وهي (لاسونه پړکوي)، یو هلک ګډېږي او بل یې ویډیو جوړوي.

کوهستاني ویلي ول چې هغه نجونه د ۲۰۱۲ز کال د مې پر ۳۰مه وژل شوې وې.

د کوهستان مشرانو تازه دعوه

د پولیسو لوړپوړي چارواکي وویل، د مارچ اوومې پر سهار له کوهستانه د افضل کوهستاني خپلوان او ځايي مشران اېبټ اباد ته ورغلي او له پولیسو یې غوښتنه وکړه چې مشکوک کس خوشې کړي ځکه چې هغه کوهستانی نه دی وژلی.

خو پولیس زیاتوي چې د پلټنو تر بشپړېدو پورې فیض الرحمان نه خوشې کوي.

پلټنیز کمېشن څه وموندل؟

د ۲۰۱۲ز کال په جون کې د پاکستان سپریم کورټ د ویډیو او وژنو د پېښې نوټس واخیست او د پلټنو لپاره یې یو کمېشن جوړ کړ چې پکې د هغه وخت صوبايي حکومت د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین او د بشري حقونو فعاله فرزانه باري هم موجود ول.

دې پلټونکې ډلې د سیمې سفر وکړ او وروسته یې وویل چې نجونه نه دي وژل شوې.

خو فرزانې بارۍ هغه مهال ویلي ول چې وژل شوې نجونه یې و نه لیدې او د کوهستان مشرانو ورته نورې ښځې وښودې.

هغه وخت سپریم کورټ د پلټونکې ډلې په وینا قضیه ختمه کړه.

د قضیې بیا پرانیستل

د ۲۰۱۳ز کال د جنورۍ پر درېیمه د افضل کوهستاني درې وروڼه شاه فیصل، شېر ولي او رفیع الدین د ویډیو جوړولو په تور په کور کې ووژل شول.

تر دې وروسته سپریم کورټ قضیه بیا پرانیسته او د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۳۱مه، د کوهستان د پالاس سیمې پولیسو د سپریم کورټ په امر مقدمه جوړه کړه او څلور مشکوک کسان عمر خان، صابر، محمد سرفراز او سعید یې ونیول.

پولیسو هغه مهال وویل، نیولو کسانو په ۲۰۱۲ز کال کې د درو نجونو بېګم جان، سیرین جان او بازغې د وژنې اعتراف وکړ او ویې ویل چې هغه یې ویشتلې وې او بیا یې مړي په یوه ویاله کې اچولي ول.

کوهستاني ته ګواښونه

د ۲۰۱۹ز کال په جنورۍ کې افضل کوهستاني په بشام کې خبریالانو ته وویل چې ورته په دوامداره ډول د مرګ ګواښونه کېږي.

نوموړي ویلي ول چې د هزارې ډېویژن له پولیسو یې غوښتي چې د قضیې اورېدنې لپاره چې کوهستان او بشام ته ځي نو د امنیت بندوبست دې یې وکړي خو په وینا یې پولیسو دا کار ونکړ.

موږ د هزارې له پولیسو سره د رابطې هڅه وکړه خو بریالي نشو البته د اېبټ اباد لوړپوړي پولیس چارواکي راته وویل چې کوهستاني په هغه ښار کې د امنیت غوښتنه نه وه کړې.

XS
SM
MD
LG