د لاسرسي ځای

تازه خبر

" کوهستان: په ویډیو کې ښودل شوې ښځې وژل شوې"




په اسلام اباد کې سپریم کوټ نن د کوهستان د هغه ویډیو د کیس اوریدنه کوي، چې پکې پنځه ښځې د یو کور په کوټه کې ناستې ښودل شوې دي، په دغه ویډیو کې ښودل شوو دوو هلکانو نن په سپریم کورټ کې ویلي، د جرګې د فیصلې تر مخه پنځه واړه ښځې وژل شوي دي.

اخوا د هزاره ډیویژن ډي ای جې نعیم خان په اسلام اباد کې میډیا ته وویل، داسې هیڅ ثبوت نشته چې ګنې دغه ښځې وژل شوې دي.

زه دلته ټولو ته دا خواست کوم چې تاسو زما په ذمه وارۍ راشی، تاسو ددې ثبوت وړاندې کړي ، چې څلور کسانو لیدلي چې دغه ښځې یې وژلې ، او موږ به یې پر ضد پرچه پرې کوو.

د دغه ښځو وژل کیدو په اړه متضاد رپوټونه دي، او سپریم کورټ یې عدالت ته نن تر شپږو بجو پورې د وړاندې کولو حکم ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG