د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کوهستان د ښځو ویډیو یو ډرامه ښکاري"



ملیحه امیرزاده - مشال راډیو

پراګ:- تېره هفته په کوهستان کې په یوه ویډیو کې ښودل شوې پینځه جینکۍ چې د هلکانو سره په یو محفل کې په لاسونو پړکولو کې ښودل شوې وې او د وژنې خبرونه یې راغلي وو، په پاکستان کې د بشري حقونو کمیشن او د خیبر پښتنوخوا حکومت وایي دغه جینکۍ خوندي دي. د پښتونخوا د حکومت په خبره دغه ټوله یوه ډرامه ښکاري.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وایي، ” د کوم سړی په نوم چې دغه جرګه وه جاوید مولانا صیب ، هغه خپله موجود و ، هغه ویل ما نه جرګه کړې ده نه مې فتوی جاري کړی ده. دوي دا ټوله ډرامه کوله چې دا ښځې مړی دي. غیر جانبدار د سپریم کورټ د طرفه نه ښځې لاړې او په پنځه کې له دوه ښځو سره مې په خپله خبری وشوې. کومو خلکو چې ډرامه کوله هغوي ته خپله دا احساس وشو چې موږ خو په دروغو کې راغلو. د دې لوبې (ګیم( دوه خبرې دي. دا چې کوم خلک ځان متاثره حسابوي د هغوي دا خیال دې چې د حکومت له طرفه به زه مظلوم وګڼل شم. او په بین لاقوامي سطح به راته شهرت ملاؤ شي. دا یوه لوبه ده. د دې پته به هغه وخت لګېږي کله چې تحقیق وشي. ٬٬

دا چې ولې دا کیس په میډیا کې دومره راپورته شو چې وروسته اوس دا جینکۍ خوندي بلل کیږي د هیومن رایټس کمیشن آف پاکستان مشره ظهره یوسف وایي،
”زما په خیال اوس په دې اړه د میډيا رپورټونه کم شوي دي خو په پراخه کچه نورې مسلې دي. یو خو میډيا د نا تصدیق رپورټونو په بنیاد دا وویل چې دغه ښځې وژل شوي دي خو بل طرف ته که میډیا دا خبره نه وې راپورته کړی چې جرګې دا قسمه فیصله کړې ده نو په دې مسله به چا غږ نه پورته کؤ. ٬٬

که څه هم د دغه جینکو د مړینې او د ځایي جرګې خبرونه ناسم بلل شوي خو بیا هم دې کیس په لری پرتو سیمو کې د جینکو د ژوند په اړه پوښتنې را پورته کړي دي. ظهره یوسف وایي دا د ځایي انتظامییې ذمه واري جوړيږي چې د جینکو د ژوند حفاظت باوري کړي. خو اداره یې تل د داسې قسمه جرګو مخالفت کوي.

”دا د ځایي انتظامییې ذمه واري جوړيږي چې د جینکو او یا د ښځو ژوند خوندي کول باوري کړي نو د بشري حقونو اداره او یا چې څنګه سپریم کورټ دغه سیمې ته ښځې د تحقیق لپاره لیږلې وې نو ظاهره خبره ده چې په اسلام آباد یا په کوم بل ځای کې ناست خلک د هغوی د ژوند حفاظت نه شي کولای . په میډيا کې چې بیلا بیل نا تصدیق شوي رپورټونه وو ځکه خو زموږ ادارې کوم بیان ور نه کړ خو موږ تل د جرګې مخالفت کړی دی. ٬٬

د میا افتخار حسین په خبره که یادې جینکۍ ځان حکومت ته و سپاري نو د هغوی حفاظت د حکومت ذمه واري جوړیږي.

”که دې ښځو ځان حکومت ته حواله کړو نو موږ یې بالکل حفاظت کؤ. دا نه چا ګرفتاره کړي دي نه چا ایسارې کړي دي. ٬٬

یاده دې وي چې د پاکستان سپریم کورټ د دغه پيښې له خپلې مخې نوټیس اخیستی و. او د دې کیس فیصله لا تر دا دمه نه ده مخې ته راغلې.
XS
SM
MD
LG