د لاسرسي ځای

تازه خبر

تمه ده چې افغان پلاوی هم د قطر له مذاکراتو سره یوځای شي


په قطر کې د طالب استازو دفتر
په قطر کې د طالب استازو دفتر

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې پایداره سوله هغه وخت راتلی شي چې افغانان په خپلو کې خبرو ته سره کېني.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر دې خبرې ته په هغه راپور کې اشاره کړې ده چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته سپارلی دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا جګ‌پوړي غړي قاضي محمد امین وقاد ازادي راډيو ته وویل چې په قطر کې به د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

ښاغلي وقاد زیاته کړه:

"د قطر په مذاکراتو کې دغه مسئله مرکزي اجنډا ده چې بین‌الافغاني خبرې پیل شي. له بین‌الافغاني مذاکراتو څخه شاته کېدل، امریکا خو په هېڅ صورت نه په شا کېږي او د طالبانو لپاره هم ښایي پرمختګ تر دې اسانه وي چې په شا شي."

د سولې د عالي شورا جګ‌پوړی غړی قاضي محمد امین وقاد
د سولې د عالي شورا جګ‌پوړی غړی قاضي محمد امین وقاد

په قطر کې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د طالبانو له استازو سره چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوي خبرې پيل کړې دي.

دا خبرې لا هم ادامه لري.

دا پنځم ځل دی چې دواړه خواوې د سولې خبرې کوي، پخوا د خبرو د اجنډا اصلي موضوع دا یادېده چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او طالبان تضمین ورکړي چې له القاعده او نورو ترورېستي ډلو به لیرې کېږي او نه به پرېږدي چې د افغانستان له خاورې ترهګر بهر بریدونه وکړي.

خو د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رابرټ پالادینو وویل چې په دوحه کې پر څلورو موضوعاتو خبرې کېږي.

ده زیاته کړه:

"دا خبرې روانې دي او پر څلورو داسې موضوعاتو تمرکز کوي چې له یوه بل سره تړلي دي، څو یوې موافقې ته لار هواره شي، دا څلور ټکي د ترهګرۍ مخنیوی، د ځواکونو ایستل، د افغانانو خپل منځي خبرې او اوربند رانغاړي."

په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رابرټ پالادینو
په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رابرټ پالادینو

طالبانو له زلمي خلیل‌زاد سره په تېرو غونډو کې پر دې ټینګار کاوه چې د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرې نه‌کوي، خو قاضي محمد امین وقاد وایي چې په کابل کې له طالبانو سره د یوه با صلاحیته افغانستان شموله پلاوي پر جوړېدو کار روان دی او دا پلاوی به په لنډ راتلونکي کې په قطر کې د سولې خبرې پیل کړي.

ښاغلي وقاد زیاته کړه:

"د میاشتو په حساب به نه‌وي د اوونیو په حساب به وي د ورځو په حساب به وي چې دا کار کېدای شي. موږ هیله‌مند یو چې نوی کال له دغسې نوې خبرې سره پیل شي او دا نوی کال د بین‌الافغاني مذاکراتو له پيغام سره وي او په هغې کې پرمختګ محسوس وي او نتیجې ته ورسېږو."

تمه ده چې د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د سولې پر مسئلې خبرې وشي.

دا مسئله د یوناما د هغه نږدې ۳۴ مخه راپور یوه اساسي برخه ده چې د بحث لپاره‌یې امنیت شورا ته وړاندې کړی دی.

XS
SM
MD
LG