د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند وايي پاکستان کې د بمبارۍ په اړه هېڅ ثبوت نه شریکوي


هند و پاکستان پر یو بل د تاوتریخوالي پیلولو تور پورې کړی
هند و پاکستان پر یو بل د تاوتریخوالي پیلولو تور پورې کړی

پراګ - د هند و پاکستانیو ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي په تازه پېښو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي.

رپورټونه وايي، د مارچ پر دویمه هم په کشمیر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کنټرول پر کرښه ډزې وشوې.

رویټرز خبري اژانس وايي، د تاوتریخوالي له وجې په سیمه کې یو شمېر اوسېدونکو خپل کلي او کورونه پریښي دي.

د کنټرول کرښه د کشمیر لانجمنه سیمه بېلوي.

دواړه هېوادونه پر کشمیر دعوه لري او د همدې لانجې له کبله یې پخوا هم جنګونه کړي.

رویټرز اژانس وايي، په تازه نښتو کې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په چکوټي سیمه کې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي اژانس ته ویلي: "د شپې درې بجې ډزې پیل شوې. ماشومانو مې چغې کړې. ټول په ته خانې پټ شول. سخت حالت وو."

اسلام اباد او نوي دلي پر یو بل د ډزو د پیلولو تور پورې کړی.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار ویلي،د مارچ پر دویمه یې دوه سرتېري د هندیو ځواکونو په ډزو کې وژل شوي.

تر دې مخکې هندي پوځ ویلي ول چې پاکستانیو سرتېرو د جمعې او خالي ترمنځ شپې مهال د کنټرول له کرښې سره نېږدې توغندی وویشت چې پکې یوه ښځه او دوه بچي یې ووژل شول.

د کنټرول پر کرښه د تاوتریخوالي پېښې تر هغې وروسته شوې دي چې د مارچ پر لومړۍ نېټه پاکستان هغه پیلوټ هند ته وروسپاره چې د فبرورۍ پر ۲۷مه یې د الوتکې پرېوتو پر وخت نیولی وو.

په عین وخت کې یوه هندي چارواکي ویلي دي چې د فبرورۍ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د بالاکوټ په جبه سیمه کې د کړې بمبارۍ او پکې د وسله والو د وژنې په اړه شواهد اسلام اباد ته نه سپاري.

د فبرورۍ پر ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمیر په پلواما سیمه کې پر ملېشه پولیسو په ځانمرګي برید کې ۴۴ سرتېري ووژل شول.

د حملې ذمه واري پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد ومنله.

له هغه وخت راهیسې د نوي دلي او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او د فبرورۍ پر ۲۶مه هندیو چارواکو وویل چې په پاکستان کې یې په بمبارۍ کې د جیش محمد ډلې مرکز په نښه کړی او سلګونه وسله وال یې وژلي.

اسلام اباد دا دعوه رد کړه او یو شمېر خبري اژانسونو هم ویلي چې په هندۍ بمبارۍ کې داسې ځای لګېدلی چې پکې ابادي نه وه.

د هند د مالي چارو وزیر ارون جیټلي د مارچ پر دویمه وویل، امنیتي ادارې د عملیاتو تفصیل هېڅکله نه ورکوي.

نوموړي خبري غونډې ته وویل، نوی دلی هېڅ مسوولیت نه لري چې د خپلې بمبارۍ په اړه شواهد ورکړي.

په عین وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د مارچ پر لومړۍ په ابوظبۍ کې د اسلامي هېوادونو سازمان په غونډه کې د کشمیر په اړه پرېکړه لیک د پاکستان د دریځ تایید دی.

نوموړي د مارچ پر درېیمه پر ټوېټر په بیان کې وویل، په هغه پرېکړه لیک کې د هند تر واک لاندې کشمیر کې د ترهګرۍ غندنه شوې.

قریشي د اسلامي هېوادونو سازمان غونډې ته د ځانګړې مېلمنې په توګه، د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج د وربللو مخالفت په سر، ابوظبۍ ته نه وو ورغلی.

XS
SM
MD
LG