د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د جنګ ضد لاریونونه


په لاهور کې هم د فېبرورۍ پر ۲۸مه امن مارچ شوی وو.
په لاهور کې هم د فېبرورۍ پر ۲۸مه امن مارچ شوی وو.

پراګ ـ د فیبرورۍ په ۲۸ مه په کراچۍ کې د مدني ټولنو فعالانو د کراچۍ پریس کلب مخې ته مظاهره وکړه او د پاکستان او هند ترمنځ د کړکیچ ختمولو او د جنګ مرده باد او امن زنده باد شعارونه یې ورکول.

په اسلام اباد او لاهور کې هم فعالانو ورته مظاهرې وکړې. په مظاهرینو کې یو تن په ګټار د امن سندرې غږولې. د کراچۍ مظاهرې په لسګونو ګډونوالو کې یوه یې فعاله مهناز رحمان وه. نوموړې د مارچ په لومړۍ مشال ریډیو ته وویل د پاکستان او هند ولسونه د جګړې مخالف دي، هغوي غریبانان دي او د غریبۍ د ختمولو لپاره د وسلو جنګ نه بلکې د غریبۍ او جهالت په ضد جګړه پکار وي.

"د مظاهرې په کولو سره مو د امن پیغام ورکړ. د دواړو هیوادونو ولسونه د غریبۍ ترڅنګ د نورو ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. جنګ لوږه، بې روزګاري او مرګونه راوړي او امن خوشالي زیږوي نو ځکه زموږ غوښتنه ده چې که دواړو هیوادونو ترمنځ هره ستونزه وي نو باید د خبرو په ذریعه دې حل شي."

د پاکستان او هند ترمنځ په بیلا بیلو وختونو کې جنګونه او کړکېچونه پېښ شو ي دي. زیاتره کړکېچونه د کشمیر او یا هم په هند کې د ترهګریزو بریدونه وروسته رامنځته شوي دی. اوسنی کړکیچ هم د فیبرورۍ په ۱۴مه د هند په پلوامه کې د ځانمرګي برید وروسته پیدا شوی دی. په دغه برید کې ۴۴ هندي ملیشه پولیس وژل شوي و.

د مخکنو کړکېچونو پر مهال هم د پاکستان په بیلا بیلو برخو او په تېره بیا په قبایلو کې قهرجنې مظاهرې کیدلی چې پکې د هند سره د جنګ شعارونه ورکول کیدل.دا ځل هم که یو لور ته د باجوړ،خېبر،مومندو ترڅنګ د پښتونخوا په یو شمېر سیمو د جنګ په ملاتړ مظاهرې شوي او لا هم دوام لري خو بل لور ته په لمړي ځل په کراچۍ،لاهور او اسلام اباد په څېر ښارونو کې ګڼ خلکو د جنګ ضد مظاهرې وکړې.

څیړونکی توصیف احمدخان وایي که څه هم د امن لپاره په کیدونکو مظاهرو کې لږ خلک ګډون کوي خو دا د ټولنې لوستي،باشعوره او باخبره طبقه ده.

"د جنون په ماحول کې دا کمزوري اوازونه دي خو بیا هم د سولې لپاره پورته کیدونکي غږونه دي. دا د دې سمبول دی چې داسې خلک هم شته چې د امن ملاتړي دي.په دې لړ کې فاطمه بټو ډېر ښه تبصره کړې ده، هغه وایي د جنګ په ماحول کې د سوله خبره کول لویه بهادري ده."

ډاکتر توصیف زیاتوي د دواړو هیوادونو رسنیو د جګړې په حق کې په پروپیګنډه لګیا دي او د خپلې ګټې او د مخالف د ماتې په خبرونو د خلکو وینه په جوش کې د راوستلو هڅې کوي او دا لامل دی چې د جنګ ملاتړ کونکي کې زیات تر سترګو کیږي.

د امن لپاره د مظاهرو ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو هم د جنګ نه غواړو او چای جوړ کړئ، جنګ مه جوړوئ تر عنوان لاندې لیکنې کیږي چې پکې د هند او پاکستان ډېرې خلک برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG