د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي څارنوال د ۲۹۵ پوځیانو د نيولو امر کړى


په ترکیه کې نیول شوي پوځي افسران. پخوانی عکس
په ترکیه کې نیول شوي پوځي افسران. پخوانی عکس

د ترکي څارنوال د ۲۹۵پوځیانو د نیولو امر کړی دی. دا هغه پوځیان دي چې د امریکا میشتي مسلمان ملا فتح الله ګولین سره په اړیکو او په ۲۰۱۶م کال کې یې د پوځي کودتا له لارې د واک نیولو په هڅه تورن شوي دي.

د څارنوال په ننني خپور شوي بیان کې ویل شوي، په هغو کسانو کې چې ممکن ونيول شي، درې کرنلان، اته مېجران او ۱۰ لېفنېټ د رتبې پوځي افسران شامل دي.

اعلاميه وايي، پوليسو د ګولن له افرادو سره د ټيلېفوني خبرو د څېړنې له مخې د تېرې شپې په نيمايي کې په یو وخت د دغو کسانو نيول پېل کړل.

دا لا مالومه نه ده چې تر اوسه څو مشکوک کسان نيول شوي دي.

په ترکي کې د ۲۰۱۶م کال د جولای پر ۱۵مه د پوځي کودتا او د واک د نیولو هڅه ناکامه شوې وه.

په دې کې ۲۵۰ کسان وژل شوي ول. د دې تور د ترکي په جلاوطن یو مشر فتح الله ګولین لګول شوی.

خو ګولین دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG