د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د هندي کشمیر په برید کې ککړ سزا کړي: امریکا


د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرټ پلادینو

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند په سېشنه خبریالانو ته وویل چې دوی د هند له حکومت سره له نږدې په تماس کې دي او یوازې ورسره خواخوږي نه‌ څرګندوي، بلکې د دغه ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې یې کلک ملاتړ هم کوي.

رابرټ پلادینو زیاته کړه: ''موږ له پاکستانه غواړو چې د دغې حملې په اړه څېړنه کې بشپړه همکاري وکړي او په برید کې ښکېل ان که هر څوک وي، ورته سزا ورکړي.''

هند له پاکستانه غوښتي چې د پلوامه حملې د سرغنه کسانو پروړاندې پرېکنده او ښکاره اقدام وکړي او د پاکستانوزیر اعظم عمران خان هغه وړاندیز یې هم رد کړی چې ویلي یې دي که نوې ډېلي ورته هر ډول شواهد وړاندې کړي، په اړه به ‌یې څېړنه وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویتېرس پرون له هند او پاکستانه وغوښتل چې په خپلو کې د کړکېچ کمولو لپاره سمدستي اقدامات وکړي او ویې‌ویل چې که دواړو هېوادونو غوښتي وي کولای شي د دې کړکېچ په هواري کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوچاریچ وویل، موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ زیاتوالي ته ژوره اندېښنه لرو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دا مهمه ګڼي چې دواړه هېوادونه دې له زغمه کار واخلي او د کړکېچ کمولو لپاره دې سمدستي اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه، که هند او پاکستان غواړي، ملګري ملتونه تیار دی چې ترمنځ‌ یې منځګړیتوب وکړي.

تر هندي ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي ملېشو د تېرې اوونۍ له خونړي برید وروسته چې ذمه واري یې په پاکستان کې دېره جیش محمد سختدریځې ډلې منلی، د نوي ډېلي او اسلام‌اباد ترمنځ کړکېچ لا زیات شوی دی.

دواړو هېوادونو لفظي جګړې ته مخه کړې.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG