د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د نړیوالو تېراېستلو پرځای ترهګر وځپي: سواراج


د هند او پاکستان بیرغونه
د هند او پاکستان بیرغونه

هند د پاکستاني وزیر اعظم هغه پېشکش رد کړ چې په پلوامه کې به پر هندي سرتېرو د شوي ځانمرګي برید پلټنو کې هم همکارۍ ته تیار دی. د عمران خان په ځواب کې د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج پاکستان ته ویلي چې نړیواله ټولنه دې نه تېر باسي او د دې پرځای دې د کشمیر د پلوامه بریدګرو او نورو ترهګرو پرضد پرېکنده او ښکاره ګام واخلي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان چې په دې برید کې یې د خپل هېواد هر ډول لاس لرل رد کړي پرون هند ته ګواښ کړی چې که پر پاکستان د برید سوچ لري ځوابي برید به ورباندې وکړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې دا څو ورځې د سعودي عربستان د ولیعهدمحمد بن سلمان په مېلمه پالنې بوخت و پرون سه شنبه د هند د پلواما په برید او د هندي چارواکو په څرګندونو غبرګون وښود.

هغه وویل چې پاکستان د پلوامه له برید سره هېڅ اړیکه نه لري او تیار دی چې د ثبوتونو او شواهدو له وړاندې کولو سره په دې اړه اقدام وکړي.

عمران خان هند ته ګواښ هم وکړ چې که په پاکستان د برید سوچ لري پاکستان به ورته ځواب ورکړي.

پاکستان ته د هند ګواښونه

د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبه پاکستان ته په خطاب ویلي چې دا هېواد دې په خپلو څرګندونو نړیوال نه تېر باسي، بلکې د دې پرځای دې ترهګر وځپي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار وویل:

"موږ له پاکستانه غواړو چې د نړیوالې ټولنې تېر ایستل بند کړي او د پلواما ترورېستي برید ترسره کوونکو او نورو ټولو ترورېستانو او ترورېستي ګروپونو پر ضد چې د هغوی د کنټرول له سیمې فعالیت کوي قاطع او ښکاره اقدام وکړي."

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې دا څو ورځې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په مېلمه پالنې بوخت و پرون سې شنبه د هند د پلواما په برید او د هندي چارواکو په څرګندونو غبرګون وښود.

هغه وویل چې پاکستان د پلواما له برید سره هېڅ اړیکه نه‌لري او تیار دی چې د ثبوتونو او شواهدو له وړاندې کولو سره په‌دې اړه اقدام وکړي.

عمران خان هند ته ګواښ هم وکړ که ​پر پاکستان د برید سوچ لري نو کلک ځواب به ورته ورکړي.

نوموړی وايي:

"که تاسو پر پاکستان د برید فکر کوئ، پاکستان به په ځوابي برید فکر نه‌کوي، بلکې ځوابي برید به کوي. پاکستان به له ځوابي بریده پرته بله لار ونه‌لري."

عمران خان وویل چې هېواد یې د ثبات په لور روان دی او د ده په خبره هېڅ‌چا ته اجازه نه‌ورکوي چې له خاورې یې په بهر یا په کور دننه بریدونه وکړي.

خو په هند کې د پلواما تر برید وروسته ګڼ خلک راپارېدلي او په خپل نظام‌یې غږ کړی چې د برید غچ واخلي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي خپلو خلکو ته ویلي چې د دوی په څېر د ده په زړه هم اور بل دی او د پلواما بریدګرو ته به سزا ورکوي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي
د هند صدراعظم نرېندرا مودي

نوموړی وايي:

"هغوي «د پلواما بریدګر» که څومره هم د پټېدو هڅه وکړي ضرور به سزا ورکړل شي."

  • پاکستان ته د ایران ګواښونه

پاکستان په یو وخت هم د خپل همېشني سیال هند له‌خوا د ۴۴ هندي ملېشه‌وو د وژل کېدو په خاطر له تُند دریځ سره مخ دی او هم بل ګاونډي ایران ورته د خپلو ۲۷ سرتېرو په وژل کېدو ګواښونه کړي.

ایراني چارواکو ویلي چې له پاکستان سره په پوله د تېرې اوونۍ د موټر بم برید عاملین په پاکستان کې دي او په خبره‌یې چې پاکستان باید د دغو بریدګرو پر ضد قاطع اقدامات وکړي.

فارس ایراني اژانس پرون د ایران د سپاه پاسداران د ځمکنیو قواو مشر محمد پاکپور په حواله ویلي چې په سیستان او بلوچستان کې د زاهدان-خاش په لار د سپاه پاسداران په سرتېرو د انتحاري برید عامل حافظ محمد علي د پاکستان و او یو بل پاکستانی هم ورسره ملګری و.

پاکستان د دواړو ګاونډیانو هند او ایران څرګندونې چې وايي، لسګونه سرتېري یې په پاکستان کې مېشتو ترورېستي ډلو جیش‌العدل او جیش محمد وروژلي، رد کړي او د خبرو له لارې یې د راپورته شویو کړکېچونو حل غوښتی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG