د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پخوانۍ فاټا صوبايي اسمبلۍ حلقه بندیانو نوملړ به تر مارچه خپور شي


د ۲۰۱۸م کال ۲۵ م جولايي ټاکنې شمالي وزیرستان
د ۲۰۱۸م کال ۲۵ م جولايي ټاکنې شمالي وزیرستان

د خيبر پښتونخوا د انتخاباتو کميشن وايي چې د مارچ تر مياشتې پورې به په قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د ټاکنو لپاره د حلقه بندیانو فهرستونه جاري کړي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د پاکستان انتخاباتو کميشن وياند سهيل احمد وويل، د مارچ تر څلورمې نېټې به د حلقه بنديانو وروستی نوملړ خپور کړي او تر هغه وروسته به د رای ورکونکیو تازه فهرست جوړوي.

د نوموړي په خبره اليکشن کميشن هیله من دی چې د جولايي تر۲۵مې نېټې پورې به په قبايلي ضلعو کې د ۱۶ څوکيو ټاکنې ترسره کېږي.

ظهير خټک وايي چې دوی په دې ټاکنو کې د ښځو د ووټونو د تناسب په اړه فکر مند دي.

د قبايلي خبریالانو اتحاديې پخوانی مشر صفدر داوړ بیا اندېښنه لري چې کېدای شي دغه ټاکنې له ځنډ سره مخامخې شي: ''ولس ډېر خوشاله دی او دې عمل ته هرکلی وايي خو د حلقه بندیانو او څوکيو په اړه د ولس ډېر زیات شکايتونه دي. داسې ښکاري چې حکومت دې ټاکنو کولو ته مخلص نه دی، ځکه چې د حلقه بندیانو او څوکيو تناسب د ابادۍ په تناسب سره نه دی شوی، ولس شکایت لري چې د دوی ابادي ډېره کمه شمېرل شوې ده.''

بلخوا په پاکستان کې د انتخاباتو د څار د غير دولتي ادارې د خيبر پښتونخوا مشر ظهير خټک وايي چې دوی په دې ټاکنو کې د ښځو د ووټونو د تناسب په اړه فکر مند دي.

د نوموړي په بخره له دې مخکې په قبايلي ضلعو کې د قامي اسمبلۍ ټاکنې شوې دي، په هغو کې رامنځ ته شوې ستونزې یې له اليکشن کميشن سره شريکې کړې دي.

ظهیر خټک په خاصه توګه د ښځینه ووټونو پر تناسب اندېښنه وښودله. نوموړي له سیاسی ګوندونو او اليکشن کميشن څخه غوښتنه وکړه چې په ټاکنو کې په لوی شمېر د ښځینه رایو کارولو لپاره دې ځانګړي ګامونه واخلي.

د اليکشن کميشن چارواکي وايي په قبايلي ضلعو کې به پر ټاکلي وخت ټاکنې ترسره موي. د دوی په وینا هلته اوس د امنيت ستونزې حل شوې دي او داسې هيڅ وجه نه ښکاري چې ټاکنې به وځنډېږي.

XS
SM
MD
LG