د لاسرسي ځای

تازه خبر

 تر حلقه بندیو مخکې قبایلي سیمو کې صوبايي ټاکنې نه شي کېدلای


د پاکستان انتخاباتي کميشن په خېبر پښتونخوا کې د ورشاملو شویو قبايلي سيمو کې د هېواد د نور برخو په شان د جولايي پر ۲۵ مه نېټه د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو کولو درخواست رد کړی دی.

کميشن د دوشنبې پر ورځ په خپله فيصله کې وويل چې د انتخابي حلقه بنديو له په دغو سيمو کې ټاکنې کول ممکنه نه ده خو د درخواست ورکونکيو وکيل د اورېدنې پر مهال دليل ورکړ چې د پاکستان د ايين له مخې بايد په ټول هېواد کې په يوه ورځ ټولټاکنې وشي.

د پاکستان انتخاباتي کميشن ته د سږکال جولايی پر ۲۵ مه د کېدونکيو ټاکنو د ځنډولو په اړه درې درخواستونه ورکول شوي وو چې کميشن يې په اړه د دوشنبې پر ورځ فيصله واورله.

په دې کې يو درخواست د بلوچستان بار کونسل مشر او د پاکستان بار کونسل پخواني مرستيال مشر چوهدري رمضان ورکړی وو.

په دې کې په پخوانۍ فاټا کې د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو د نه کېدو خبره هم راپورته شوې وه.

د اليکشن کميشن د خېبر پښتونخوا د څانګې وياند سهيل خان د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې اليکشن کميشن دا درخوست رد کړ.

نوموړي زياته کړه چې په خېبر پښتونخوا کې د شامل کړل شويو قبايلي سيمو کې لا هم د صوبايي اسمبلۍ حلقه بنديانې نه دي شوي نو د جولايي پر ۲۵ مه دلته د ټاکنې نه کېدو يوه وجه دا هم ده.

د درخواست ورکونيکو وکيل کامران مرتضی د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې د اورېدنې پر مهال يې دليل ورکړ چې د پاکستان د ايين له مخې بايد په ټول ملک کې په يوه ورځ د نګران حکومت تر څار لاندې انتخابات وشي.

هغه زياته کړه،

''زموږ لويه اندېښنه دا ده چې که چېرته دا عام انتخابات وي نو بيا خو بايد عام انتخابات په يوه ورځ وشي. دويمه خبره دا چې که دا عام انتخابات وي نو پکار ده د نګران حکومت تر څار لاندې وشي ځکه چې منتخب حکومت يوازې ضمني انتخابات کولی شي خو د عام انتخاباتو لپاره د پاکستان د ايين ۲۲۴ م شق وايی چې دا به نګران حکومت کوي او ټول انتخابات به په يوه ورځ کېږي نو د ايین په رڼا کې څنګه کېدلی شي چې د پخوانۍ فاټا انتخابات وځنډول شي؟ نو بايد له اعلان شوي انتخابي شيډول سره سم دې هلته هم ټاکنې ترسره شي.''

که څه هم انتخاباتي کميشن په پخوانۍ فاټا کې د جولايي پر ۲۵ مه د انتخاباتو نه کولو لپاره يو دليل هلته د صوبايی اسمبلۍ د حلقه بنديو نه کېدل و ښودل خو کامران مرتضی وايی چې د ټيکنالوجۍ او انټرنېټ په نړۍ کې حلقه بندياني کول تر ټولو اسانه کار دی.

دا فصيله په داسې حال کې راغلې ده چې متحده قبايل پارټۍ په اسلام اباد کې احتجاج پيل کړي او غوښتنه کوي چې د هېواد د نورو برخو په شان د جولايي پر ۲۵ مه دې په پخوانۍ فاټا کې هم د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې وشي.

کله چې فاټا په خېبر پښتونخوا کې ضم کړل شوه نو هغه وخت ويل شوي وو چې د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبايلي سيمو پر چوکيو انتخابات به د ۲۰۱۹ م کال په لومړيو کې کېږي.

نور ولولئ

انتخابات: قبایلي ځوانان رښتني بدلون غواړي

قبایلي کاندیدان: الېکشن کمېشن کم ووټران رجسټر کړي

XS
SM
MD
LG