د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي کورنۍ سره د یو میلیون روپیو ژمنې شوي


ارمان لوڼي د خپلې خور وړانګې لوڼۍ سره یو ځای د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوله.
ارمان لوڼي د خپلې خور وړانګې لوڼۍ سره یو ځای د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوله.

پراګ ـ د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي مخکښ محمد ابراهيم ارمان لوڼي له کورنۍ سره تراوسه پورې تر يو مليون روپيو زياتې ژمنې شوې دي.

ارمان لوڼی د فبروۍ پر دوهمه نېټه په بوري کې هغه مهال مړ شو چې پوليسو يې د نيولو کوشش وکړ. د هغه د وژنې راپور لاهم پوليسو درج کړی نه دی.

عيني شاهدان وايي چې هغه پوليسو په کنداغ و وهلو چې په نتيجه کې يې هغه ساه ورکړه خو چارواکي بيا وايي چې هغه د زړه د حرکت بندېدو له کبله مړ شوی وو.

د ډاکټرانو لومړنی طبي رپورټ وايي چې د ارمان لوڼي پر بدن د تشدد نښې نه وې او په مغزو کې يې وينه چکېدلې وه.

د ارمان لوڼي له کورنۍ سره چې کومو شخصيتونو او سازمانونو د مالي مرستو ژمنې کړي په هغو کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ يو مخکښ او د پښتون ولسي جرګې مشر نواب اياز خان جوګېزی هم دی.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وويل چې ارمان لوڼي د يو فرد يا د لوڼي قبیلې د يو وګړي په حېث نه بلکې د پښتون وطن د يوه بچي په توګه پر خپله خاوره او قام باندې سربايللی نو ځکه غواړي چې د قام په حېث د هغه د کورنۍ د کفالت ذمه واري پر غاړه واخلي.

هغه زياته کړه چې د ارمان له کورنۍ سره يې له مالي مرستو څخه هدف هغو ځوانانو ته پېغام ورکول دي چې په تحريک کې له برخې اخيستو ځکه ډډه کوي چې که د مبارزې پر مهال ورته زيان ورسېږي نو هسې نه چې بیا بچيان او دکورنۍ غړي يې له مالي ستونزو سره مخامخ شي.

نواب اياز جوګيزي وويل چې هغه د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه دکۍ کې د سکرو کانونه لري نو د دې يوه برخه د ارمان لوڼي کورنۍ ته د مرستې په توګه اعلانوي.

هغه زياته کړه چې د ارمان خور وړانګه سياسي مبارزه کوي نو غواړي چې هغه له مالي ستونزو څخه بې غمه شي او خپل سياسي جدوجهد ته دوام ورکړي.

له نواب اياز خان جوګيزي پرته نورو سازمانو او شخصيتونه هم د ارمان لوڼي له کورنۍ سره د مالي مرستو پر راټولولو بوخت دي.

په دې کې يوه هم امريکا مېشته خبرياله برېښنا عمرخيل ده چې د ټولنيزو رسنيو له لارې يې د ارمان لوڼي له کورنۍ سره د مالي مرستې لپاره يو کمپاين پیل کړی دی.

هغې د ۲۰ زره ډالرو راغونډولو هدف ټاکلی دی چې په دې کې د فبرورۍ پر ۱۰ د دې رپورټ تر چمتو کولو پورې ۳۴۷۴ ډالر ورکړل شوې وې.

د ارمان لوڼي يو نږدې ملګري ډاکټر برکت شاه کاکړ د فبرورۍ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وويل چې د دې ترڅنګ د هغه د جنازې پر مهال شاوخوا څلور نیم لکه روپۍ راغونډې شوې او دا ډول د کلاسیف الله عام ولس هم د شاوخوا يو لک روپيو مرسته کړې ده.

د نوموړي په خبره، د بلوچستان ځوان ډاکټرانو ټولنې یا ینګ ډاکټرز اېسوسي اېشن هم د ارمان لوڼي د کورنۍ لپاره شاوخوا دوه نېم لکه روپۍ راټولې کړې دي.

هغه زياته کړه، د دې ترڅنګ پښتون ژغورنې غورځنګ هم يوه کمېټي جوړه کړې ده چې هدف يې د ارمان لوڼي د کورنۍ لپاره کور اخيستل او د هغه د خور وړانګې لوڼۍ د زده کړو پر مخ وړلو لپاره بندوبست کول دي.

ارمان لوڼي له یوې بې وزله کورنۍ سره تعلق درلود او په کلاسيف الله کې د کرايې په کور کې اوسېدلو.

هغه د کالج تر استاد جوړېدو وړاندې د سکرو په کان کې د منشي په توګه کار کولو او له دې سره سره يې د کورنۍ د مالي کومک لپاره ډرايوري هم کړې ده.

هغه د پښتو شاعر او ليکوال ترڅنګ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون تحفظ موومېنټ يو ډېر فعاله غړی هم وو.

تر دې وړاندې هم د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان تر وژنې وروسته د هغه له کورنۍ سره مالي مرسته شوې وه خو په پرتليزه توګه د ارمان لوڼي له کورنۍ سره ګڼ اړخيزه توګه د مالي مرستو ژمنې کېږي.

ډاکټر برکت شاه کاکړ وايي چې د پخوا په مقابله کې اوس ورو ورو په پښتنو کې د ټولنې په کچه د خپلو مړو يا شهېدانو د بچيانو او کورنيو غړو د کفالت کولو رجحان په زياتېدو دی.

XS
SM
MD
LG