د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکتره عایشه فیض: د ارمان لوڼي په مغزو کې وینه پرنډ شوې وه


د ارمان لوڼي وژنې ضد په پاکستان، افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې مظاهرې وشوې
د ارمان لوڼي وژنې ضد په پاکستان، افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې مظاهرې وشوې

کوټه - د فبرورۍ پر اوومه، په بلوچستان کې د کوټې د سېول روغتون مشر ډاکتر محمد سلیم ابړو د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر محمد ابراهیم ارمان لوڼي د مړینې په اړه خبري غونډې ته ویلي، لومړنی پوسټ مارټم یا تر مرګ وروسته د طبي معاینې رپورټ ښيي چې پر لوڼي هېڅ تشدد نه وو شوی.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ او عیني شاهدان وايي، لوڼی یوه پولیس افسر د ټوپک په کونداغ په مغزي وواهه چې له کبله یې هغه بېهوشه شو او روغتون ته تر لېږدولو وروسته ومړ.

خو خبري غونډې ته د پولیسو جراحې ډاکترې عایشې فیض وویل، د لوڼي په مغزو کې وینه پرنډ شوې یا چکېدلې وه.

د خبري غونډې په یوه ویډیو کې، چې یوه فعال هاشم خان پر فېسبوک خپره کړې، ډاکتره عایشه فیض وايي: د محمد ابراهیم ارمان لوڼي "مخ یا څهره شنه شوې وه. د زړه حرکت درېدو له کبله هم داسې کېدای شي خو کېدای شي چې [مخ یې] له بلې وجې هم [شین شوی] وي. همدا لامل دی چې موږ د هغه ټول زړه له وینې سره په لاهور کې د عدلي طب (فارنزېک) لېبارټرۍ ته واستاوه. دویم، په مغزو کې یو ځای وینه پرنډ (چکېدلې یا غوټه کېدل ورته هم وايي) شوې وه. وړوکی کنډ وو. نو د مغزو هغه برخه چې پکې وینه پرنډ شوې وه، هغه برخه مو هم لېبارټرۍ ته استولې."

د ډاکترې عایشې فیض د خبرو ویډیو

ارمان لوڼی د فبرورۍ پر دویمه په بوري کې د ناامنیو پر ضد تر احتجاجي ناستې ختمېدو وروسته کور ته روان وو چې د عیني شاهدانو په وینا ووژل شو.

د فبرورۍ پر درېیمه د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو مشال راډیو ته ویلي ول چې لومړنۍ پلټنې ښيي چې لوڼي د زړه حرکت درېدو له وجې مړ شوی وو.

خبري غونډې ته ډاکتر ابړو وویل: "کله چې د کوټې په سېول هسپتال کې د پروفیسر ابراهیم ارمان لوڼي پوسټ مارټم کېده نو د سول هسپتال ترڅنګ د لورالايي ډاکترانو او د ځوانو ډاکترانو اتحادیې غړي هم پکې موجود ول."

دی وايي، د پوسټ مارټم پر مهال اخیستل شوې اېکسرېګانې، عکسونه او نور ضروري شیان ورسره دي چې د تصدیق او جاج لپاره یې د نړۍ په هره لېبارټرۍ کې معاینې ته وړاندې کولو ته تیار دي.

د سېول روغتون ډاکتر ابړو زیاته کړه چې له لاهوره به د طبي معاینو نتیجه ښايي په ۲۰ ورځو کې معلومه شي.

په سېول روغتون کې د پولیسو جراحې (سرجنې) ډاکترې عایشې فیض دعوه وکړه چې د ارمان لوڼي د جسد معاینه یې په جدیده طریقه او په شفاف ډول کړې.

نوموړې وویل، په عامه توګه د پوسټ مارټم د رپورټ ۱۵ پاڼې فارم وي، خو د دې لپاره چې له "هېڅ لوري سره ناانصافي ونشي، د ۲۱ پاڼو رپورټ" یې جوړ کړ چې پکې یې هره نکته بیان کړې.

د ډاکترې فیض په خبره، پر رپورټ ډاکترانو خپل ماهرانه نظر هم نه دی ورکړی.

دې زیاته کړه چې د پوسټ مارټم رپورټ ته د شک په سترګه کتل نه دي په کار.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ او عیني شاهدانو ویلي چې کله پولیس افسر ارمان لوڼی وواهه نو هغه سمدستي پرېوت او ملګرو چې ورسره خبرې کولې نو ځواب یې نه ورکاوه.

همدا لامل دی چې غورځنګ د پولیسو ضد د پرچې دایرولو هڅې کړې دي خو تور پورې کوي چې لا یې هم اېف ای ار نه دی درج شوی.

د بوري پولیسو مشال راډیو ته وویل، د مقدمې درجولو فیصله د پوسټ مارټم رپورټ تر خپرېدو وروسته کوي.

د غورځنګ ګڼو غړو او پلویانو د ارمان لوڼي وژنې ضد د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG