د خیبر پښتونخوا د روغتیا وزیر ویلي، حکومت په قبایلي سيمو کې د صحت په څانګه کې اصلاحاتو ته ژمن دی او هلته به ټولې اسانتیاوې برابروي.
دا خبره هشام انعام الله د فبرورۍ پر اوومه د اورکزیو په غلزیو کې خبریالانو ته وکړه.
نوموړي وویل، تر مارچ پورې د قبایلو د ټولو روغتونونو ضروریات معلوموي.
د پښتونخوا د روغتیا وزیر هشام انعام الله زیاته کړه چې حکومت پلان لري چې په قبایلو کې د ضلعو پر کچ د صحت داسې ادارې جوړې کړي چې خپلې پیسې به لري او په چارو کې به خپلواکه وي چې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.