د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیسور پېښه: جرګه وايي پوځ یې ټولې غوښتنې ومنلې


جرګه وايي د پوځ مشرانو د حیات خان د کورنۍ غړو سره کتلي او د هغوی غوښتنې یې اورېدلې دی.
جرګه وايي د پوځ مشرانو د حیات خان د کورنۍ غړو سره کتلي او د هغوی غوښتنې یې اورېدلې دی.

بنو ـ په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ ځايي مشران د فبرورۍ په دوهمه خیسور کې د حیات خان کورنۍ ته ورغلل او د هغوی غوښتنې او خبرې یې واورېدلې.

د اتمانزو جرګې مشرانو مشال راډیو ته وویل چې په دغه پلاوي کې په شمالي وزیرستان کې د پوځ مشر میجر جنرل ممتاز حسین،د پوځ نور مشران، د انتظامیې چارواکي او قبایلي مشران شامل وو.

ځايي مشرانو مشال راډیو ته وویل پوځي چارواکو د حیات خان کورنۍ ته ډاډګیرنه ورکړه چې انصاف به ورسره کېږي. یو ځايي مشر ملک غلام چې په ورغلې ډله کې شامل وو مشال راډیو ته یې وویل:

«پوځي مشرانو جرګې ته اختیار ورکړ چې تاسو څه ډول پرېکړه وکړه موږ به یې منو. موږ ورته وویل چې د حیات په کور باندې به نه ورځئ، د دوی نیولي شوي کسان دې خوشې کړل شي، د بیا لپاره چې د چا کور ته امنیتي کسان دننه ورځي او د ښځو نه پلټنه کوي نو د پولیسو ښځینه مامورینې دې ورسره وي. پوځي مشرانو زموږ خبره ومنله.»

د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې او پوځي چارواکو د حیات خان کور ته د ورتلو او د کړو ژمنو تفصیل تر اوسه له رسنیو سره نه دی شریک کړی. خو ځینو حکومتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته تایید کړه چې پوځي مشران خیسور کې د حیات خان کور ته ورغلي وو.

بل پلو، په خیسور کې د وزیرو مشرانو په هم دې اړوند جوړه کړې جرګه د فبرورۍ په دوهمه نېټه وروسته له هغې ختمه کړه چې د دوی په وینا غوښتنې یې پوځ او انتظامیې ومنلې. دې جرګې څو ورځې دوام وکړ.

دوی له پوځ او حکومته غوښتنه کوله چې د حیات خان کورنۍ ته ورغلو امنیتي مامورینو ته دې سزا ورکړل شي، بېګنا بندیان دې خوشې کړل شي، په ترهګرۍ کې د ښکېلو کسانو پر ځای دې د نورو کسانو ځورونه بنده کړل شي، تالاشي دې د قبایلو د رواج مطابق وشي.

د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ په نیمايي کې په ټولنیزو رسنیو کې د شمالي وزیرستان د خیسور سیمې د یو ماشوم حیات خان ویډیو کلیپ خپور شو چې پکې نوموړي دعوه کړې وه چې امنیتي سرتېرو یې پلار او ورور شاوخوا څلور میاشتې مخکې بیولي ول او تر اوسه یې له ځانه سره ساتلي.

دا ماشوم وايي چې اوس هم دوه سرتېري یې کور ته ورځي، په انګړ کې په کټ کې ناست وي.

د حیات خان په نوم د دې ماشوم خبرو د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو مدني ټولنو او فعالانو او قبایلي خلکو سخت نوټس واخېست او پر ضد یې احتجاجونه وشول.

یو شمېر فعالان او فعالانې په خیسور کې د حیات خان کورنۍ ته ورغلل/ ورغلې او پخپله یې له هغو د هغوی کیسې واورېدې.

XS
SM
MD
LG