د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان جرګه د خیسور پېښې پلټنه کوي


ټاکل شوې د وزيرو جرګه نن د شمالي وزيرستان د خېسور پېښې پلټنې پېلوي. دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزيرستان د خیسور سيمې یو ماشوم حیات خان وايي چې پاکستانيو پوځیانو یې د کور پرده ماته کړې ده. خو پو ځ دغه تورنه نه مني.

د وزيرستان ځوانانو سازمان ويلي دي که د حيات خان خبرې ریښتيا ثابتې شوې نو دوی به احتجاجي دهرنه پیلوي.

په سېشنبه/نهې په ډېره اسماعيل خان کې د وزيرو جرګې کوربه، د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له مخکښو علي وزير بېګا ناوخته مشال رېډيو ته وويل، ځينې کسان د خیسور ماشوم حيات خبرې سمې نه بولي خو ډېری ریښتیا ګڼي نو ځکه جرګې پريکړه کړې چې د دې پيښې پلټنې وکړي: ''که يوه ورځ وه او که يوه مياشت، موږ به په خیسور کې یو او د پيښې به پلټنې کوو او چې څوک هم زمه وارو وي نو هغو ته به وايو چې ستا کار ناسم دی. موږ به د مظلوم ملاتړ کوو.''

علي وزیر زياته کړه چې پوځ د حيات پلار هم د وزيرو جرګې په هلو ځلو راپرېښود.

ياده دې وي چې د جنورۍ په نیمايي کې پر ټولنیزو رسنیو د خیسور یوه ماشوم حیات خان ویډیو خپره شوه چې پکې نوموړي ادعا کړې وه چې پلار او ورور یې شاوخوا څلور میاشتې مخکې پاکستانیو امنیتي عسکرو نیولي وو خو تر هغه وروسته ځینې عسکر یې کور ته ورځي او بې پرده ګي یې کوي.

که څه هم علي وزير وايي چې لا هم دوی هېڅ کړنلاره نه ده ټاکلې چې تر پلټنو پس به څه کوي خو د وزيرستان ځوانانو په نامه د سازمان مشرانو په سېشنبه په ميرعلي کې یو ولسي غونډې ته وويل که د حيات خبرې سمې وې نو دوی به احتجاجي پرلت (دهرنه) پیلوي. البته د سازمان وياند اسد الله جلسې ته وويل چې د حيات خبرې سمې دي خو بيا هم دوی غواړي چې جرګه دې یې پلټنې وکړي: ''موږ ته مالومه ده چې دا پېښه شوې ده او د وزيرو جرګه به هم په صادقانه ډول د دې تحقيقات کوي او ټول به د حيات له کورنۍ سره ودرېږي.''

بلخوا د پاکستان پوځ ځينو چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط تېره ورځ مشال راډېو ته ويلي دي چې د حيات خان په تورونو کې حقيقت نه شته. د حیات تر ادعاو وروسته د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې هم ځینو استازیو د دې پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه. بلخوا پښتنې مدني فعالانې او سياستوالانې چې د اتوار پر ورځ يې د حیات له مور او نورو ښځو سره کتلي ول مشال راډيو ته ويلي دي چې د حیات د مور په څېر نورو ښځو هم ادعاوې کولې چې د هغه خبرې ریښتیا دي.

XS
SM
MD
LG