د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حیات مور غوندې دعوې نورو ښځو هم وکړې: ثنا اعجاز


د خېسور نوراني بي بي پر کاغذ له کرښو کولو سره د سرتېرو د ورتګ حساب ساتي
د خېسور نوراني بي بي پر کاغذ له کرښو کولو سره د سرتېرو د ورتګ حساب ساتي

د پښتني مترقي ښځو استازې د اتوار پر ورځ شمالي وزیرستان او هلته خېسور سیمې ته د دې لپاره تللی وې چې د ماشوم حیات له مور او نورو ښځو سره وګوري. دا په خېبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته لومړی ځل دی چې پښتنې فعالانې او سیاستوالانې هغو سیمو ته ورغللې.

خېسور تللو ښځو کې سیاستواله جمیله ګېلاني هم وه. هغه وایي په خپل ژوند کې په لومړي ځل وزیرستان ته ولاړه، هغه ځای ته د خپل سفر تجربه نوموړې مشال ریډیو ته داسې بیان کړه

"موږ څلور ساعته سفر وکړ، خو دا سفر داسې و لکه ډېر زیات مو چې کړی وي، ځکه چې د پاکستان د نورو برخو او شمالي وزیرستان ترمنځ ډېر توپیر دی. هلته هیڅ پرمختیایي کارونه نه دي شوي او داسې ښکاریدله لکه موږ چې چرته ډېر لېرې تللي یو"

د جنورۍ په نیمايي کې پر ټولنیزو رسنیو د خیسور د یوه ماشوم حیات خان ویډیو خپره شوه چې پکې نوموړي دعوه وکړه چې پلار او ورور یې شاوخوا څلور میاشتې مخکې امنیتي سرتېرو نیولي ول خو تر هغې وروسته ځېنې سرتېري یې کور ته ورځي او بې پرده ګي یې کوي. د حیات تر ادعاو وروسته د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې هم ځینو استازو د دې د پلټنو غوښتنه وکړه.

د تللو ښځو په ډله کې شامله د عوامي ورکرز ګوند یوه مشره او سیاستواله عصمت شاهجهان وایي، په خېسور کې یې ګڼو ښځو هرکلی وکړ او ځینو ورسره خپلې خاطرې او په سیمه کې تېریدونکي حالات شریک کړل.

"د حیات مور ډېره مبارزه ده، هغې ویل چې څه ورباندې تېر شوي دي هغه یې وویل او د دې لپاره هرې قربانۍ ته تیاره ده. هلته سړي او ښځې هم راغلې وې، ټولو ویل چې د هر دویم کور حال د حیات د کور حالت ته ورته دی"

عصمت شاهجهان وویل، د امنیتي سرتیرو د چاپو له وجې ښځې د نفسیاتي ستونزو سره مخ دي او هغه وخت چې یوې ښځې د خپل درد ډکه کیسه او د سترګو لیدلې کیسه بیانوله نو هغه ګړۍ هلته دوه ښځې بې هوشه شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشره او فعالا ثنا اعجاز وایي، د حیات د مور په څېر نورو ښځو هم ادعاوې کولې.

"هلته موږ ته ډېرې ښځې راغونډې شوې وې،نزدې ټولې له یو شان حالاتو تېرې شوې وې، خو ډېرو ښځو خبرې نه کولې، چا ویډیو کې ځان راوستل نه غوښتل او چا خپل نوم ښودل نه غوښتل. یوازې د حیات مور او نوراني بي بي بیان ورکړ، نورو ښځو ویل چې صرف تاسو ته یې وایو او هغه دا چې په کورونو مو چاپې وهي او بیا مو تنګوي"

د جنورۍ پر ۲۷ مه د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان هم په ډېره اسماعیل خان کې ولسي غونډې ته په وینا کې د خېسور پېښه د انصاف او انساني ناموس په مخ څپېړه وبلله.

د خېبر پښتونخوا سینییر وزیر محمد عاطف خان د جنورۍ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت به د حیات خان د دعوو پلټنې کوي او ککړ کسان به د قانون منګولو ته سپاري.

XS
SM
MD
LG