د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره پر مهمو موضوعاتو هوکړه شوې: خلیلزاد


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي چې په اصولو کې د ځینو مهمو مسایلو د هوکړو په اړه له طالبانو سره سلا شوې دي.

د افغانستان سولې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره په بحثونو کې یې د لومړي ځل لپاره د پام وړ پرمختګونه درلودل.

زلمي خلیلزاد زیاته کړه چې په اصولو کې د ځینو مهمو مسایلو د هوکړې په اړه‌ یې له طالبانو سره توافق کړی دی.

خو د ده په خبره، مخکې تر دې چې د خپلو هڅو د پرمختګونو په اړه خبرې وکړي، ډېر کارونه دي چې باید ترسره شي.

په کابل کې د امریکا سفارت یوه اعلامیه خپره کړې چې وایي، خلیلزاد په یاد سفارت کې له خبریالانو سره په خبرو کې هیله وښوده چې افغانان دې سیاسي اختلافات پرېږدي او له رامنځته شوي فرصته دې د جګړې د ختمېدو لپاره ګټه واخلي.

تر دې اعلامیې څو ګنټې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خلیلزاد له قوله راپور ورکړ چې امریکا او طالبانو د سولې لپاره پر رامنځ ته شوي چوکاټ هوکړه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د دې چوکاټ په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی په کابل کې له خبریالانو سره د خبرو په حال کې
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی په کابل کې له خبریالانو سره د خبرو په حال کې

خلیلزاد خبریالانو ته وویل طالبان‌ یې هڅولي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

د ده په وینا، افغانان باید د ستونزو هواری په خپلمنځيو افغان خبرو اترو کې ولټوي.

افغان ولسمشر اشرف غني هم د دوشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې له حکومت سره خبرې وکړي.

د طالبانو استازیو شپږ ورځې پرله‌پسې په قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکایي پلاوي سره خبرې وکړې.

خلیل‌زاد تر دې خبرو وروسته افغانستان ته ولاړ او په افغان مسران یې په دوحه کې له ترسره شویو خبرو اترو اګاه کړل.

نوموړي هڅه وکړه چې د دغو خبرو په اړه ځینو اندېښنو ته ځواب ووایي.

خلیلزاد زیاته کړه چې یو ناسم دود شته چې ګواکې افغانان د سولې په خبرو کې شامل نه‌ دي.

هغه پر خپله ټویټرپاڼه هم لیکلي چې د سولې پر ډیپلوماسۍ یو لوری یا ډله برلاسې نه ده بلکې ټول پکې ونډه لرلای شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو په اړه‌ یې له طالبانو سره بحث نه‌ دی کړی.

خلیلزاد د خبرو په یوه برخه کې وویل چې عمده اندېښنه‌ یې په افغانستان کې ناامني او بې‌ثباتي ده او له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي چې اوربند یو هر-اړخیز توافق ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړه چې باید د خبرو بهیر بشپړ کړي، ځکه نه‌شي کولای چې وضعیت بې‌ثباته پرېږدي.

XS
SM
MD
LG