د لاسرسي ځای

تازه خبر

''پاکستان کې کارګران له ناوړه چلن سره مخامخ دي''


پراګ ــ د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې په پاکستان کې د کالیو ګنډلو کارخانو کې د کارګرانو له کړاوه ډک ژوند په اړه راپور خپور کړی دی.

په راپور کې ويل شوي چې له دې صنعت سره تړلي په مليونونه مزدروان له بنيادي بشري حقونو بې برخې دي او نه حکومت او نه هم د فابريکو څښتن د دوی ستونزې هواروي.

د جنورۍ پر ۲۳مه په خپاره شوي دې ۷۳ مخېزه راپور کې د کارګرانو له قرارداد او ورځنۍ مزدورۍ څخه نيولې بيا د دوی تر رخصتيو او مالکانو لخوا تر ناوړه چلن پورې بېلا بېل اړخونه ذکر شوي دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې مشر سروپ اعجاز د راپور تر خپرېدو وروسته مشال راډيو ته وويل چې حکومت پر خپلو جوړو شوو قوانينو عمل نه کوي او مزدروانو ته د ورپېښو ستونزو پوښتنه ګروېږنه هم نه کوي. نوموړي د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د جامو ګنډلو کارخانو کې مزدورانو ته د ورپېښو ځېنو ستونزو يادونه وکړه.

''مزدروانو ته لږ تر لږه ټاکل شوی اجرت نه ورکول کېږي. دوی ته رخصتۍ هم نه ورکول کېږي. تر ټولو مهمه نکته دا ده چې دوی ته قرارداد نه ورکول کېږي چې له کبله يې مزدور هر وخت له کاره شړل کېدای شي. مزدرانو ته د اتحاديې جوړولو اجازه نه ورکول کېږي او که څوک اتحاديه جوړول غواړي نو هغه له فابريکې ايستل کېږي. له ښځو او ماشومانو سره هم زياتوب کېږي. حکومت يا خو د مزورانو مرسته کول نه غواړي يا يې توان نه لري.''

سروپ اعجاز زياتوي، د مزدورانو د حقونو په سلبولو کې د کارخانو څښتن ملامت دي خو تر هغه زيات مسوليت د حکومت دی چې قوانين نه عملي کوي او د کاريګرو غم نه خوري.

د دې راپور په ځواب کې د پاکستان د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري ويلي چې حکومت د بشري حقونو په برخه کې خپل مسوليتونه تر سره کوي او په دې لړ کې نړيوالو اړتياوو ته ژمن دی.

د پاکستان د بشري حقونو کميسيون يو چارواکی شېر محمد خان اېډوکېټ وايي چې په پاکستان کې له ډېرې مودې راهيسې د مزدورانو لپاره پر جوړو شوو قوانينو عمل نه کېږي.

''پاکستان کې په ۱۹۶۹م کال کې انډسټريل ريلېشنز ارډيننس [صنعتي اړيکو قانون] جوړ شو. په هغه قانون کې د مزدورانو د رخصتيو او نورو مراعاتو ذکر شوی دی. پر دې سربېره که مزدوران غفلت کوي، نو د هغې طريقه کار هم و. اوس هم هغه قوانين موجود دي خو د رياست ادارې بې لاس او بې پښو دي.''

د راپور په چمتو کولو کې د بشري حقونو د څار ادارې په پاکستان کې له ۱۴۰ کسانو سره مرکې کړې دي چې د کالیو ګنډلو د ۲۴ فابريکو پر ۱۱۸ مزدورانو سربېره د اتحاديو مشران، د کاريګرو د حقونو فعالان او حکومتي استازي شامل دي.

د بشري حقونو د څار ادارې د راپور په پای کې د پاکستان حکومت، او د امريکا او اروپا په ګډون د کارګرانو نړيوال سازمان ته سپارښتنې کړي چې په دې هېواد کې د مزدورانو مروجه قوانينو ته له سره کتنه وکړي او له نړيوال معيار سره سم قوانين دې جوړ او عملي کړي.

XS
SM
MD
LG