د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کارګران هیڅ بنیادي حقونه لري"




ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ : د کراچۍ په بلدیه ټاون کې د جامو په کارخانه کې د اور له امله د سوځیدلی ودانۍ څخه د مړو راویستلو او ژغورنې کار مکمل شوی دی ـ د یوې اندازې ترمخه په پاکستان کې ۵۳ میلونه خلک په کارخانو کې مزدوري کوي ـ

د مزدورانو د خېر ښېګړی دپاره کارکونکي ډلې پاکستان لېبرپارټۍ مشر ناصر منصور مشال ریډیو ته ویلي دي چې د ټول پاکستان او په تېره بیا د کراچۍ په کارخانو کې مزدور ته خپل بنیادي حقونه نه لري:

((په پاکستان کې اوس هم د ۱۹۳۴ د کارخانو قانون لاګو دی ـ په دغه قانون ډېرې کارخانه دار عمل نه کوي ـ۶۰ فیصده کارخانې داسې دي چې هغه د دغه قانون د لاندې بیخي رجسټر نه دي ـ په کراچۍ کې زیاتره لویې لویې کارخانې په کچه ابادۍ کې او یا هم په د استوګنې په نورو سېمو کې جوړې شوي دي ـ او په ناقانونه توګه خپل کار ترسره کوي))

د هغه په پاکستان کې دوه یا درې فیصده کارخانې داسې دي چې لږ ډېر سهولتونه پکې مزدورانو ته ترلاسه دي پاتې ۹۷ فیصده کارخانې ، د کارخانو په شکل کې د کمیکلو بمونه دي ـ

د کارخانو معاینه کول او د مزدورانو د ساتنې په اړه کارونه د محنت د وزارت زمه واري وي ـ خو د سند صوبې مستعفي شوې د محنت صوبایي وزیر امیر نواب وایي دکارخانو د معاینې په لړ کې یاد وزارت ته سیاسي او انتظامي خنډونه مخې ته دي.

((د مشرف له حکومت راپه دې خوا د محنت وزارت هره وخت د کارخانو معاینه نه شي کولای ـ اوس وزارت په کال کې یوځل معاینه کولې شي ـ څرګنده خبره ده چې کله د وزارت معاینه کونکي د کارخانې معاینه کوي هلته هرڅه سم وي ، خو د معاینې روستو بیا کارخانه دار خپله خوښه چلوي))

خو مزدور رهنما ناصر منصور وایي په کراچۍ کې په زرګونو غټې او وړې کارخانې شتون لري په دغو کارخانو کې هره ورځ دوه درې مزدوران کې مري ، خو د تپوس پوښتنې دپاره یې هیڅوک نشته ـ
نوموړی زیاتوي ،زیاتره کارخانه دار د سیاسي ګوندونو یا هم د بیورکریټانو سره نزدې اړیکي لري او هغوي ته څوک څه نشي ویلې ـ

د مزدورانو رهنما وویل سول ډیفنس،د مزدورانو ،د ودانیو ، د اوروژنې ،د بلدیاتو او نورې محکمې خپل کار نه ترسره کوي او د رشوت په بدله هغوي د کارخانه دارو دپاره کار اسانوي ـ

خو بلې خوا ته په پاکستان کې د کارخانه دارو د تنظیم چارواکي دغه تورونه ردوي ـ د سایټ ایسوسي ایشن اف انډسټریز مشر عرفان موټن په دې حقله وایي:

((هغه کارخانې چې بهر ترې مالونه لیږل کیږي که هغوي وغواړي هم ،چې پخپلو کارخانو کې ټول انتظامات پوره نه کړي نو بیا یې هم دا کار نشي کولې ـ ځکه چې د بهر ملکونو کمپنۍ وخت په وخت د کارخانې څخه د کره والي سندونه غواړي نو ځکه خو کارخانه دار مجبور وي هغه پوره کړي ـ که د بلدیه ټاون متاثره کارخانې ته وګورو نو هلته هم د خطرې په وخت کې د بهر تلو لارې وې، خو هغې ته تالې لګول شوی وې ، اوس دا چې دغه تالې چا او ولې لګولې وې ، او دا د چا ذمه واري جوړیږي دا بیله موضوع ده ))ـ

د هغه په خبره یو کارخانه دار دا هیڅکله نه غواړي چې د هغه کارخانه دې هم وسوځول شي او په هغه دې د وژنې کیس هم جوړ شي ـ

په کراچۍ کې د مزدورانو دپاره ځانګړې محکمه یا لېبر کورټ هم کار کوي ،په دغې محکمه کې هره ورځ د مزدروانو دحقونو په اړه د کیسونو اوریدنه کیږي ـ

خو مزدور رهنما ناصر منصور وایي، زیاتره کارخانو کې داسې مزدوران شتون لري چې د کلنو راهیسې مزدوران دي خو بیا هم د مزودر په حثیت نه دي پیژندل شوي:

((په پاکستان کې په کارخانو کې د مزدروانو ۶۵ فیصده مزدوران د کراچۍ په کارخانو کې کار کوي ـ زموږ داندازې ترمخه دلته ۹۳ فیصده مزدوران داسې دي چې هغوی رسمي خواریکښ هم نه دي حساب ـ که سبا له مزدور د مالک څخه څه لاندې باندې راشي نو هغه مزدور د مالک په ضد محکمې ته هم نشي تللاې ، ځکه چې هغه خپل ځان د هغې کارخانې مزدور ثابتولی نشي))

د لېبر کورټ سنئیر وکیل منان باچا وایي، د پاکستان د نورو محکمو په شان په دغو عدالتونو کې هم کیسونه هوارول ډېر وخت غواړي او همدا وجه ده چې مزدوران د خپلو حقونو اخیستو له پاره محکمې تللو ته په اسانه زړه نه ښه کوي ـ

د منان باچا په خبره د اتلسم ترمیم نه روستو د مزدورانو د حقونو په اړه د قانون جوړولو واک صوبو ته ورکړل شوی دی ـ خو بیا هم په دې لړ کې د مرکز اوصوبو ترمنځ کشکمش شتون لري ـ او ددې زیات اغیز د مزدورانو په ژوند شوی دی ـ

XS
SM
MD
LG