د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سمندري بېړیو پښتانه کارګران


د بونیر استوګن ۴۰ کلن خالید د سمندري بېړیو کارګر
د بونیر استوګن ۴۰ کلن خالید د سمندري بېړیو کارګر
ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د پښتونخوا د بېلا بېلو سېمو نه کراچۍ ته کوچیدلي پښتانه دغه ښار کې بېلا بېل کاروبارونه کوي ـ دغو خلکو که څه هم ځینې خلک لوي کاروبارونه کوي خو په دغو خلکو زیاتره بیا د لاسو مزدوري کوي ـ

د بونیر استوګن ۴۰ کلن خالد هم یو له داسې خلکو څخه دی چې په خپل کلي کې به یې ترکاڼي کوله ، هغه وایي میزونه ،المارۍ ،کټونه او د لرګي نه جوړیدونکي نور څیزونه به یې جوړول خو چې کله کراچۍ ته راغلې نو دلته یې د لویو کشتیو یا لانچونو جوړولو کار په اسانه زده کړو او اوس هغه کشتۍ او لانچونه جوړوي ـ

د لانچ د جوړښت په اړه هغه وایي ((فرنیچر) (د لرګیو نه سامانونه جوړول) زموږ خانداني کار دی ـ دلته چې راغلې یم نو لانچونه جوړوم ـ یو لانچ د یو یا دوو کالو په موده کې جوړولی شم ـ د نوي لانچ لپاره اول لاندې یو مضبوط لرګی [پټان] کیږدو ، بیا یې اډانه جوړه کړو ـ بیا د تختو څخه چت جوړ کړو ـ او بیا دغه تختې په اور پخوو))

خالد وایي یو لانچ د ۴۰ نه تر ۶۰ فېټه پورې اوږد او اتلس فیټه اوچت وي ، په لانچ کې د ویده کیدو، ماهیانو د کیښودو ،واورې ایښودو او انجن لپاره مختلفې خانې وي ـ د هغه په وینا یو لانچ له سلو نه تر یو نیمو سلو ټنو پورې وزن وړلی شي او په یو لانچ کې له ۵۰ منو په شاوخوا میخونه په کار راوستل کیږي ـ چې د هر میخ اوږدوالی له پنځه اینچه نه نیولې تر ۲۶ اینچه پورې وي ـ


(( د لانچ په سر د ناکوه[چلونکي] لپاره کیبن جوړ وو، کیکر ،لاچي ،شریش،شوه،نیم ،بېرې او نورو مختلفو ونو لرګي د لانچ په جوړولو کې موږ په کار راولو ـ شوه او لاچي له پنجاب او پښتونخوا راځي او ځینې لرګي د برما او انډیا څخه هم ددې راوړل کیږي ))

خالد زیاتوي چې د ټول لانچ وزن په د لانچ په بیخ کې په لګیدلي لرګي پروت وي او دغې لرګي ته د کب نیونکو په اصطلاح کې پټان ویلې شي ـ

((لاندې چې ددې لانچ کوم بنیاد وي هغې ته پټان وایي ـ کیدی شي ددې وجه دا وي چې دا ډېر مضبوط لرګی وي او د ټول لانچ وزن په دې پروت وي ))

د بونیر د امازو یو بل استوګن بخت زمین وایي د تېرو اتلسو کلنو راهسې لانچونه جوړوي او هغه په دې موده کې شپږ لانچونه جوړ کړي دي ـ په لانچ د مالک له شپږو تر لسو کروړو روپو پورې خرچه راځی ـ هغه وایي مخکې به په سلګونو کې روپۍ ګتلې او اوس په زرګونو کې ګټي ، مخکې به یې ګوزاره د اوس په پرتله ښه روانه وه

((موږ چې کوم لانچونه جوړ کړو هغه بیا سمندر ته ځي ، ـ د لانچ د جوړولو په وخت د دریو نه تر لسو پورې کاریګر په یوه وخت د لانچ په جوړولو لګیا وي ، پخوا زموږ ۳۰۰ دیاړي وه ، هغه وخت ګوزاره کیده ـ اوس کله زر او کله ددې ډبلې[غبرګې] هم وګټو خو نه رسیږي ))

نوموړی زیاتوي د هغه د لاس جوړکړي لانچونه د کب نیونې لپاره استعمالیږي چې ځېنې پکې د پاکستان په سمندري حدودو کې او ځینې بیا عمان،قطر،ایران او دصومالیه اوبو ته هم ځي ـ چې پکې ګڼ شمیر کب نیونکي د ځان دپاره روزي برابره وي.
XS
SM
MD
LG