ایران د جرمنې پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې د ایران په دوهم لوی هوايي شرکت یې په خپلو هوايي ډګرونو د داخلیدو بندیز لګولی او ویلي یې دي چې دا یوه بېځایه پرېکړه ده.
د ایران بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي د جنورۍ پر ۲۲مه وویل چې د ماهان هوايي شرکت د اجازتنامې (لایسنس) د بیرته اخیستو پرېکړه د ایران او د جرمني ترمنځ د اوږدو اړیکو او د دواړو هیوادونو له خپل منځیو ګټو سره په ټکر کې ده.
د ایران دغه غبرګون یوه ورځ وروسته له هغې مخې ته راغلی چې برلین وویل، په جرمني کې د ماهان هوايي شرکت د الوتکو په کوزېدو بندېز لګوي، دوی وايي دا ګام یې د امنیتي اندېښنو او په شام کې د یادې هواېې کرښې د فعالیتونو له وجې پورته کړی دی.
د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند کریستوفر برګر وايي وايي، ماهان هوايي شرکت د ایران د اسلامي انقلابي ګارډز د ځوا سره اړیکې لري او د شام او ایران ترمنځ یې د نظامي ترانسپورت چارې پر مخ وړې دي.