د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار په ګمرک کې قاچاقي مالونه هم محصول کېږي


د افغانستان او پاکستان سوداګر پر تورخم پوله مالونه وړي
د افغانستان او پاکستان سوداګر پر تورخم پوله مالونه وړي

جلال اباد - د افغانستان د ننګرهار په ګمرک کې د قاچاقي مالونو د محصول کېدو مسله هغه مهال جوته شوه چې تېره اوونۍ د ګمرک مخې ته د تېلو یوه ټانکر اور واخیست چې په خوا کې د چرګانو له غوښو بار یو ټرېلر موټر هم نيمه سوځېدلی وو.

د ۲۰۱۸ز په پای کې د کرنې وزير افغانستان ته د چرګانو او غوښې پر درامد بندیز ولګاوه.

خو د وزارت د حکم تر خپرېدو درې اوونۍ وروسته هم د چرګانو غوښې له تورخمه اړول کېدې او د ننګرهار ګمرک ته د محصول لپاره ولاړې وې.

دا چې د چرګانو غوښو قاچاقي موټر په ګمرک کې په کوم نوم محصولېږي او په کومو اسنادو موټرې تر ګمرکه رسېدلي؟ د ځواب لپاره مو د ګمرک له مشر سره د خبرو هڅه وکړه، بریالي نشو.

هغه توکي چې په لایحو کې يې واردات منع دي په قاچاقي ډول راوړل کېږي.

د منع شویو توکو د تشخيص لپاره په ننګرهار کې د کرنتین اداره هم فعاله ده.

د دې ادارې مشر نجیب الرحمن الکوزی دا مني چې د چرګانو د غوښو پر وروړلو بندیز دی او په خبره یې، اجازه یې نه ورکوي، خو دعوه کوي چې دا موټر په جعلي اسنادو تر ګمرکه رسېدلي:

"ما د ټولو اړوند کمېشنکارانو احضاري اخیستې چې د وزير صیب حکم دی چې بریډر چرګان، زاړه چرګان او يخزده غوښې بندې دي او هغوی راسره منلې ده، له هغه تاریخ راهیسې زما په امضا نه دي راغلي خو که راغلي هم وي په جعلي اسنادو. [دا] بیا موږ پورې اړه نه لري دا بیا د ګمرک کار دی چې څنګه کوي."

په ننګرهار کې د مالدارۍ څانګې مشر ډاکټر محمد ضمير بهسودي وايي: "هېواد ته د هغو توکو راوړل چې قانون منع کړي دي قاچاق دي. او دا په تورخم کې د امنيتي ځواکونو مسوولیت دی چې قاچاقي موټرو ته د راتګ اجازه ورنکړي."

په دې اړه د تورخم کميسار وطن دوست مشال راډیو ته وویل، د دوی د دندې لایحه شته د هغه مطابق فعاليت کوي.

دی وايي، د قاچاقي غوښو تېرېدل د ده ذمه واري نه وه.

يوازې دا ټرېلر نه دی چې پکې د بار قاچاقي غوښو په اړه تر اور لګېدو وروسته پته ولګېده، بلکې د پېښې په ځای کې د ګمرک څو تنو کارکوونکو وویل، اوس هم لسګونه کانټینره په ګمرک کې د محصول لپاره ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG