افغان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په شمالي بادغیس ولایت کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي چې پکې د پولیسو او حکومت پلوې ملېشې ۲۱ غړي وژل شوي دي.
د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بېګ د جنورۍ پر اوومه وویل، دوه جلا بریدونه د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپې مهال ناوخته شوي چې پکې ۱۴ پولیسان او د حکومت پلوه ملېشې اووه غړي وژل شوي او نهه ژوبل دي.
د بادغیس د والي ویاند جمېشد شهابي ویلي، په نښته کې ۱۵ طالبان هم وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.
طالبانو د حملو ذمه واري منلې.