د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تایلینډ چارواکي وايي سعودي نجلۍ له هېواده نه شړي


رهف محمد وايي که کورنۍ ته ستنه شوه نو ژوند یې له خطر سره مخامخېدای شي
رهف محمد وايي که کورنۍ ته ستنه شوه نو ژوند یې له خطر سره مخامخېدای شي

پراګ - د تایلینډ د مهاجرت پولیسو مشر ویلي دي هغه ۱۸ کلنه نجلۍ د هغې له خوښې پرته له هېواده نه شړي چې د جنورۍ له پېنځمې راهیسې د پلازمېنې بینګاک پر هوايي ډګر یې په هوټل کې ځان بند کړی او وايي، که سعودي عرب ته ستنه شوه نو د کورنۍ له لاسه یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

رهف محمد القنون تر هغې وروسته پر ټولنیزو شبکو، په ځانګړي ډول، پر ټوېټر پیغامونه لېږدوي او د مرستې غوښتنې کوي چې له کوېته، بینګاک ته ورسېده او وايي چې ورڅخه هلته پاسپورټ اخیستل شوی.

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت له نوموړې څخه د پاسپورټ اخیستو تور رد کړی او پر ټوېټر یې په یوه بیان کې ویلي چې نوموړې د تایلینډ د مهاجرت او سفري قوانینو د سرغړونې په تور د هغه هېواد چارواکو پر هوايي ډګر ساتلې.

د تایلینډ د مهاجرت د پولیسو مشر مېجر جنرال سوراچاتې هکپارن د جنورۍ پر اوومه پر هوايي ډګر په خبري غونډه کې وویل، رهف محمد ته د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) له چارواکو سره د لیدو اجازه ورکوي.

ده زیاته کړه چې پر دې موضوع به د جنورۍ پر اوومه وروستۍ پرېکړه کوي.

رهف له یو اېن اېچ سي ار او یو شمېر هېوادونو او سازمانونو څخه د مرستې غوښتنه کړې.

د نوموړې وکیل د جنورۍ پر اوومه ویلي چې د بینګاک د جنایتونو ضد عدالت ته یې درخواست کړی چې پکې یې ویلي چې دا نجلۍ دې له هېواده نه شړي.

یو اېن اېچ سي ار په یوه بیان کې ویلي، دا قضیه تعقیبوي او هڅه کوي چې د تایلینډ له چارواکو اجازه واخلي چې له رهف محمد سره وویني او ورته د تحفظ ورکولو د اړتیا جاج واخلي.

رهف د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې (هیومن رایټس واچ) ته ویلي دي چې کورنۍ او خپلوان یې ځوروي او وهي یې.

نوموړې وايي، د ویښتو قینچي کولو په سر یې کورنۍ شپږ میاشتې په یوه خونه (کوټه) کې بندي کړې وه.

د سعودي عرب قانون سړیو ته د ښځو د سرپرستۍ واک ورکوي ان که نجلۍ بالغه هم وي.

په هغه هېواد کې له کوره تښتېدنه د مرګ لامل هم کېدای شي.

XS
SM
MD
LG