د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکيه نږدې راتلونکي کې د افغان سولې په اړه درې اړخيزه غونډه کوي


په انقره کې د عمران خان او اوردوغان ملاقات.
په انقره کې د عمران خان او اوردوغان ملاقات.

پراګ - د ترکيې ولسمشر رجب طیب اروغان ویلي هېواد به یې د افغان طالبانو د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو د هڅو په لړ کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو کوربه توب کوي.

اردوغان د جنوري پر څلورمه په انقره کې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره ګډې خبري غونډې ته وويل چې د روان ۲۰۱۹م کال تر مارچ مياشتې وروسته به د ترکيې د ځايي ټاکنو وروسته د افغانستان، پاکستان او ترکيې درې اړخیزه غونډه رابلي چې په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې وشي.

"موږ به په استنبول کې درې اړخيزه غونډه ولرو چې د مارچ تر ۳۱مې وروسته به وي. زه باور لرم چې د پاکستان ،افغانستان او ترکيې درې اړخيزه غونډه به د ډېرو ستونزو له حل سره مرسته وکړي."

د پاکستان وزيراعظم خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې دغې درې اړخیزې غونډې ته سترګې په لار دی اوتمه لري چې دا به د افغانستان په سوله کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي زياته کړه چې افغان ولس د تیرو څو لسیزو راهيسې جنگونو ځپلی خو اوس نړيوالې ټولنې ته پکار ده چې په دې هېواد کې د جنګ د ختمولو لپاره هڅې وکړي.

"دا وخت دی چې نړيواله ټولنه يا چې هرڅوک وي په افغانستان کې دې د سولې راوستو لپاره مرسته وکړي. پاکستان له وړاندې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو لپاره زمينه برابرولو کې مرسته کړې خو دا کار د ټولو برخه والو او په تېره بيا د ګاونډيانو له لورې ډېره همکاري غواړي."

د ۲۰۱۸م کال په ډېسېمبر مياشت کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په متحده عربي اماراتو کې له طالبانو سره مذاکرات کړي ول.

خليلزاد دغه مذاکرات ګټور بللې ول. همداراز د روان ۲۰۱۹م کال د جنوري پر دويمه امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سیمې پر هېوادونو په تېره بيا پر روسیې، پاکستان او هند غږ وکړ چې په افغانستان کې دې د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې زیات رول ولوبوي.

د جمعې پر ورځ د ترکيې له ولسمشر سره ګډې خبري غونډې ته عمران خان دا هم وويل چې د داعش وسله والې ډلې پرضد جنګ کې پاکستان له ترکيې سره ولاړ دی.

"داعش وسلواله ډله له وړاندې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې راپورته شوې. داعش ډله د پاکستان سرحدي سيمو او قبايلي علاقو ته خطر پېښوي خو له ښه مرغه موږ خوش قسمته يو چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو ترهګرۍ ته د ماتې ورکولو لړ کې لوی کار کړی دی."

ڼوموړي زياته کړې چې په پاکستان کې ترهګري ډېره راکمه شوې او دوي تمه لري چې د ګاونډيو هېوادونو ايران او افغانستان په ملاتړ او د ترکيې په مرسته ترهګري له منځه وړلای شي.

ترکيې د عمران خان دوه ورځنی رسمي سفر د جنوري پر څلورمه پای ته ورسېدی. د تیر کال د جولايي مياشتې په ټاکنو کې د واک ترلاسه کولو وروسته ترکيې ته دا د عمران خان لومړی سفر و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG