د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر طالبانو وروسته، خليلزاد له جنرل باجوه سره کتلي دي


جنرل قمر جاويد باجوه د زلمي خليلزاد سره په ملاقات کې
جنرل قمر جاويد باجوه د زلمي خليلزاد سره په ملاقات کې

پراګ - د افغانستان سولې لپاره د امريکې بهرنيوو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستاني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ملاقات کړی دی.

د پوځ وياند مېجر اصف غفور په خپله ټويټر پاڼه ليکلې چې د دسمبر په ۱۹مه دواړو د افغان سولې په هکله خبرې وکړي.

تر دې مخکې خلیلزاد د دسمبر په ۱۷مه او اتلسمه په متحده عرب اماراتو کې طالبانو سره مذاکرات درلود. هغه دا خبرې ګټورې بللې. د هغه دفتر پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د دواړو غاړو ترمنځ د تېرو دوو ورځو ملاقاتونه د جګړې ختمولو په هدف د افغانانو ترمنځ مذاکراتو هڅونې لپاره مهم دي.

طالبانو د متحده عرب اماراتو د خبرو په اړه خپره کړې خبرپاڼه کې نن ويلي چې د امريکايي استازو سره يې د بنديانو د خوشې کولو په اړه خبرې شوې دي. هغوی د موقتي حکومت، اوربند او په اساسي قانون کې د بدلون په اړه خپاره شوي رپورټونه بې بنياده بللي دي.

سوله واقعاً نېږدې ده او کومه تجربه او اړیکې چې زه یې لرم، یعنې په راتلونکو څو میاشتو کې به د پام وړ پرمختګونو شاهدان اوسو
داودزی

دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان ولسمشر د دفتر مشر عبدالسلام رحيمي په مشرۍ يو پلاوی طالبانو سره د نېغ په نېغه مذاکراتو کولو په هيله متحده عرب اماراتو ته تللی دی. طالبانو تر دې دوه ورځې مخکې ويلي وو چې په متحده عرب اماراتو کې افغان استازو سره نه ګوري.

په همدې حال کې د دېسېمبر پر ۱۹مه د افغانستان سولې عالي شورا د دارالانشا مشر او د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار عمر داودزی په کابل کې خبريالانو ته وويل، له طالبانو سره د سولې لپاره هلې ځلې دومره تېزې شوې چې د جګړې ختمولو لپاره به په نېږدې وخت کې لوی پرمختګونه وليدل شي.

نوموړي زیاته کړه:​ "ډېر ژر به تاسې د داسې ټیم شاهدان اوسئ چې د سولې د موافقې په مسودې کار پېل کړي، دا به ډېر ژر ترسره شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي په دغه غونډه کې وویل چې د سولې عالي شورا د سولې له هرې هڅې ملاتړ کوي.

همدارنګه یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې په‌‌ دغه لیدنو کتنو کې زلمي خلیلزاد طالب استازو ته په افغانستان کې د شپږ میاشتني اوربند وړاندیز کړی او همدا شان ‌يې له طالبانو غوښتنه کړې چې له افغان پلاوي سره مخامخ خبرې اترې وکړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې پخوانی غړی معین مرستیال وايي، د سولې لپاره دا مهال په سېمه‌ییزه او نړیواله کچه اجماع رامنځته شوې او حکومت باید ترې ښه ګټه واخلي. نوموړي وویل، دا مهال ګاونډي هېوادونه هم په‌ دې قانع شوي چې نور باید په افغانستان کې سوله راشي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم ویلي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د بېلابېلو لورو په تېره بیا د امریکا له‌خوا وروستیو چټکو هڅو په دې هېواد کې د سولې د ټینګېدو په اړه هیلې هم زیاتې کړي دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG