د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: دعا کوو چې پر باتور افغان ولس روان ازمیښت پای ته ورسي


عمران خان
عمران خان

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي چې د ده هېواد په ابوظبۍ کې د طالبانو او امريکا تر منځ د خبرو اترو په تنظيمولو کې مرسته وکړه.

عمران خان نن [دسمبر پر ۱۸مه] پر خپله رسمي ټويټر پاڼه په انګريزي او اردو ژبو په پېغام کې له ټولو د دعا لپاره د لاسونو لپه کولو غوښتنه کړې چې د ده په وینا سوله راشي او پر باتوره افغان ولس د درو لسيزو ازمايښت پای ته ورسېږي.

نوموړي زياته کړې چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره تر خپله وسه هيڅ ونه سپموي.

نوموړي دا خبره تر هغه وروسته کړې چې پرون [دسمبر پر ۱۷مه] په افغانستان کې د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په متحده عرب اماراتو کې د افغان طالبانو له استازو سره خبرې اترې وکړې. که څه هم په دې غونډه کې افغان حکومت شامل نه و خو د پاکستان، سعودي عربستان او اماراتو استازي موجود ول.

بلخوا د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي چې د افغان حکومت پلاوی له طالبانو سره په نږدې راتلونکي کې د خبرو د پېل او مخامخ ناستې ته د چمتووالي لپاره ابوظبۍ ته رسېدلی دی.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن [دسمبر ۱۸مه] پر ټویټر په یوه پیغام کې له طالبانو سره د احتمالي مخامخ کتنې د وخت او څرنګوالي په اړه جزیات نه دې ورکړي خو لیکلي یې دي چې د افغان حکومت د پلاوي مشر عبدالسلام رحیمي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي او په روانه اونۍ کې به د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره هم وګوري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون [دسمبر پر ۱۷مه] تایید کړه چې د دوی استازو په ابوظبۍ کې له امریکايي چارواکو سره ولیدل خو نوموړي پرون [دسمبر پر ۱۷مه] او بيا نن [دسمبر پر ۱۸مه] په یوه خبرپاڼه کې ټینګار وکړ چې د دې ډلې استازي به د کابل حکومت له پلاوي سره ونه ګوري.

اخوا بيا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامېچي ياماموتو پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې په مخامخ خبرو کولو سره دې جګړه ختمه کړي.

نوموړي پرون [دسمبر پر ۱۷مه] په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې وويل چې هيله من دی د مذاکراتو برابروونکي هېوادونه خپله همکاري زياته کړي.

ده وویل، “راتلونکی مهم قدم به دا وي چې طالب او افغان حکومت استازي سره نېغ په نېغه خبرې وکړي. دوی به په رسمي توګه هغه مذاکرات عملي کړي چې د روغې جوړې د خبرو لپاره لار برابره کړي. دې سره به دوی وکړای شي چې سوله ييز جوړجاړي ته څنګه ورسېږي.”

ياماموتو زیاته کړه چې “زه د جګړې پر ټولو خواوو دا ټينګار هم کوم چې د تشدد کمولو او په ځانګړې ډول ملکي وګړو ته د زيان رسونې مخنيوي لپاره دې لاس په کار شي.”

سږ کال [۲۰۱۸م] د امريکا د حکومت لخوا په افغان سوله کې د ځانګړې استازي تر ټاکلو وروسته دا لږ تر لږه دريم ځل دی چې زلمی خليلزاد د افغان طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې اتري کوي.

دا د خليلزاد لخوا د افغان سولې په لړ کې د سيمې د هېوادونو دريم سفر دی چې د دسمبر مياشتې تر۲۰ مې به دوام وکړي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG