د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د اور لګېدو پېښه کې درې کسان مړه او ۲۷ ژوبل


په کابل کې د اورلګېدو د پېښې ځای
په کابل کې د اورلګېدو د پېښې ځای

افغان چارواکى وايي، د جنوري پر دريمه د شپې پر مهال په کابل کې د اورلګېدو په پېښه کې درې کسان مړه او ٢٧ نور ټپيان شوي دي.

اور د تېلو په يوه پمپ کې ولګېد چې وروسته يوې دنګې ودانۍ ته خور شو.

د روغتيا وزارت وياند وحيد مايار ايسوشېټيډ پرېس خبري اژانس ته ويلي چې د شپږو ټپي شويو ښځو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

د پېښې يوه عيني شاهد سيف الله اژانس ته ويلي، دغه اور نيمه شپه د کابل په ختيځ کې مکروريانو ته نږدې ولګېد. ايسوشېټيډ پريس ته پوليس چارواکو ويلي چې د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.

بلخوا د جنوري پر څلورمه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په دوو مارکېټونو کې اور ولګېد چې مالي زيان يې اړولی خو د ځاني زيان په اړه يې لا تر اوسه چارواکو څه نه دې ويلي. د اور لګېدلو لامل نه دی په ډاګه شوی خو د جلال اباد ښاروال ويلي چې اور يې وژلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG